Language

​وکیلان: په جوزجان کې د ملي اردو منسوبین د چارواکو د ناغېړۍ له امله وژل شوي

کابل (پژواک، ۸ لړم ۹۸): د ولسي جرګې یو شمېر غړي ادعا کوي چې په جوزجان کې د ملي اردو تر شلو ډېر منسوبین د چارواکو د ناغېړۍ له امله وژل شوي او لوی درستیز باید په دې اړه جرګي ته وغوښتل شي څو ځواب ورکړي.

د پژواک د راپور له مخې، تېره ورځ د جوزجان په اقچې ولسوالۍ کې د طالبانو او امنیتي ځوانو ترمنځ ډزو کې ۲۵ امنیتي سرتېري وژل شوي؛ خو په ولسي جرګه کې د خلکو استازو د دې مرګ ژوبلې په اړه بېلابېلې شمېرې وړاندې کړې دي.

په ولسي جرګه کې د جوزجان د خلکو استازي عزیزالله الفتي د یادې جرګې د نن ورځې په ناسته کې وویل: «۲۳ انسانان چې له دې خاورې په فاع کې ولاړ وو، د جوزجان د اقیني ولسوالۍ د امنیتي مسوولانو د بې غورۍ له امله وژل شوي دي.»

هغه زیاته کړه، امنیتي مسوولان ځواب ورکوونکي نه دي او هره ورځ په همدې ډول پېښو کې د دغه هېواد ځوانان وژل کېږي.

نوموړی ولسي جرګې ته د امنیتي مسوولینو، په ځانکړي ډول د ملي دفاع وزارت سرپرست او د دغه وزارت د لوی درستیز د استجواب غوښتنه وکړه.

په دې جرګه کې د جوز جان د خلکو یوې بلې استازې حلیمې صدف کریمي وویل چې د جګړې په يایله کې ۳۳ امنیتي ځواکونه وژل شوي او اته نور په ټپي حالت کې طالبانو له ځان سره بیولي دي.

نوموړې پر دې سربېره چې وژل شوي ځواکونه څو ورځې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمه کې پراته وو، زیاته کړه: «لکه څرنګه چې څو ځلې مو غږ پورته کړ، خو چا پاملرنه ونه کړه، امنیتي مسوولین په هېواد کې د واکمن امنیت پر وړاندې ځواب ویونکي نه دي.»

په یاده جرګه کې د دفاعي چارو کمېسیون رییس میر حیدر افضلي هم پر امنیتي مسوولانو نیوکه وکړه او ویې ویل چې په جوزجان کې یو شمېر امنیتي ځواکونه د امنیتي مسوولانو د بې پامۍ له مله وژل شوي؛ کله چې محاصره وو، مرستې ورته نه دي رسېدلې.

هغه په بلخ، بغلان، فاریاب، جوزجان، سرپل، تخار او بدخشان ولایتونو کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ وباله چې امنیتي مسوولان باید د ځواب ورکولو لپاره راوغوښتل شي.

د ولسي جرګې یوشمېر نورو غړو هم په هېواد کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وویل: «موږ له غم شریکۍ پرته بل څه نه شو کولای.»

هغه د یادې جرګې د نننیو او باندنیو امنیتي چارو کمېسیونونو ته دنده وسپارله، څو د راتلونکې اوونۍ دوشنبې په ورځ د ملي دفاع وزارت لوی درستیز د نوموړو کمېسیونونو ګډې ناستې ته راوغواړي چې په دې اړه سپیناوی وکړي.

login or register a new account.