Language

د پاکستان په يوه اورګاډي کې چاودنې ٦٥ کسان وژلي

کابل (پژواک، ٩ لړم ٩٨): د پاکستان په پنجاب ولايت کې په يوه اورګاډي کې د چاودنې له امله لسګونه کسان وژل شوي او تر سلو ډېر ټپيان دي.

پاکستاني رسنيو د لړم په ٩مه خبر ورکړى چې دا پېښه تېره شپه ناوخته د پنجاب سوبې د رحيم يار خان ولسوالۍ د لياقت پور په سيمه کې رامنځته شوې ده.

سرچينو ويلي چې د (تېز ګام) په نوم دغه اورګاډى له کراچۍ ښاره راولپنډۍ ته روان و چې په ياده سيمه کې د پېښې ښکار شو.

رسنيو د ځايي چارواکو په حواله خبر ورکړى چې په اورګاډي کې د ګازډبې چاودنې له امله په اور اور لګېدلى او لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د رحيم خان ولسوالۍ مسوولينو منلې ده چې په دې پېښه کې ٦٥ کسان وژل شوي او تر سلو ډېر ټپيان شوي دي.

بلخوا د پاکستان د اورګاډي ادارې وزير شيخ رشيد احمد ويلي چې يو شمېر تبليغيان په يوه اجتماع کې د ګډون لپاره روان وو او له ځان سره يې ګازډبه هم لېږدوله.

نوموړي د دې پېښې مسووليت پر دغو خلکو واچوله او ويې ويل چې د هغوى د بې احتياطۍ له امله دا پېښه رامنځته شوې ده.

login or register a new account.