Language

لوګر کې د غصب شوو دولتي ځمکو راګرځولو کمپاین پیل شو

پل علم (پژواک، ۹ لړم ۹۸): د لوګر حکومتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې یې پر غصب شوو دولتي ځمکو د جوړ شوو کورونو ويجاړولو کمپاين پيل کړى دى.

په دې اړه د لوګر مرستيال والي محمد نبي احمدزي د لړم په نهمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سترې محکمې د حکم پر اساس، په دغه ولايت کې د غصب شوو دولتي ځمکو د بېرته راګرځولو لړۍ پيل شوې ده.

هغه وايي: ((نن مو د مرکز اړوند د هوني سفلا په سيمه کې د غاصبينو سل کورونه ونړول او دوه سوه جريبه دولتي ځمکه مو د غاصبينو له منګلو وژغورله.))

د احمدي په وينا، د غصب شوو دولتي ځمکو د بېرته راګرځولو کمپاين به د مرکز ترڅنګ ولسواليو ته هم وغځول شي.

دغه راز د لوګر امنيه قوماندان رحم خدا مخلص پژواک ته وويل چې پوليسو د روان کال له پيله په دغه ولايت کې د دولتي ځمکو د غصبولو مخه نيولې ده.

هغه وايي: ((موږ خپله د غصب مخه نيولې، خو تازه حکم کې موږ ته ويل شوي چې په غصب شوو دولتي ځمکو جوړ شوي کورونه وران کړو، موږ هم حکم عملي کړ او نن مو عملاً د غاصبينو کورونه وران کړل.))

د لوګر امنيه قوماندان ژمنه وکړه چې په دغه ولايت کې له ټولو زورواکانو دولتي ځمکې بېرته راګرځوي.

د يادونې ده، په تېر شاوخوا يو کال کې د لوګر ولايت لسګونه اوسېدونکي د ځمکو د غصب په تور نيول شوي او عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.

login or register a new account.