Language

وسله والو کندهار یو تن د خپلو ماشومانو پر وړاندې وژلی

کندهار (پژواک، ۱۰ لړم ۹۸): د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې وسله والو یو تن د خپلو ماشومانو پر وړاندې وژلی دی.

پېښه نن مازدیګر د دغې ولسوالۍ د ملا نقیب اخند له زیارت سره نږدې شوې ده.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د امان الله په نوم دغه وژل شوی کس د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکی او یو نظامي سرتېری و.

هغه زیاته کړه، نوموړی له خپلو ماشومانو سره یو ځای په خپل موټر کې کندهار ښار ته د سودا اخیستو لپاره روان و چې وسله والو ورباندې برید وکړ.

هغه زیاته کړه، په دې برید کې یاد شوی کس د خپلو ماشومانو پر وړاندې ساه ورکړې او وژل شوی دی.

ده وویل، برید کوونکي تښتېدلي خو پولیسو یې لټون پيل کړی دی.

د ارغنداب ولسوالۍ یوې امنیتي سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، وژل شوي کس د کندهار ښار د ملا صاحب په سرای کې کار کوه او هره پنجشنبه د کور د اړتیاوو پوره کولو لپاره کندهار ښار ته، ته چې نن د وسله والو د غلچکي برید ښکار شو.

په دې اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي.

په کندهار کې یو ځل بیا د ترورو او هدفي وژنو لړۍ تونده شوې چې خلک یې اندېښمن کړي دي.

د ډېرو دغسې پېښو مسوولیت وسله وال طالبان پر غاړه اخلي.

Related Topics