تالقان (پژواک، ١١ لړم ٩٨): د تخار په کلفګان ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه کسان مړه او ١٥ نور ټپيان شوي دي.
د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير د لړم په يوولسمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا څلورنيمې بجې د کلفګان ولسوالۍ په باغ ذخيره سيمه کې یو مسافر وړونکی ٤٠٤ موټر له سړکه اوښتى او چپه شوى دى.
دى وايي چې په دې پېښه کې د دوو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون پنځه کسان مړه او لس نور ټپيان شوي دي.
ده وويل: ((تېره شپه سخت باران و، نو دغه پېښه هم د باران له امله رامنځته شوې ده.))
دغه راز د تخار د والي وياند جواد هجري هم پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې پنځه کسان وژل شوي او ١٥ نور ټپيان دي.
د يادونې ده، ډېرى مهال دغه شان پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او يا هم د سړکونو د خرابوالي له امله رامنځته کېږي.
login or register a new account.