Language

تخار کې چاودنې د یوه ښوونځي نهه زده کوونکي وژلي

تالقان (پژواک، ١١ لړم ٩٨): د تخار په درقد ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله د ښوونځي نهه زده کوونکي وژل شوي او يو بل ټپي دى.

د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير د لړم په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا نهه بجې د درقد ولسوالۍ په طاهري سيمه کې د ښوونځي پر زده کوونکو چاودنه شوې ده.

هغه وايي چې په دې پېښه کې د ښوونځي نهه زده کوونکي وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى.

ده وويل: ((دغه سيمه چې ده، له ډېرو کلونو راهيسې طالبانو سره ده، نو موږ يې په اړه ډېر جزئيات نه لرو.))

په دې اړه د تخار د والي وياند جواد هجري پژواک ته وويل چې د دې پېښې د شپږو وژل شوو جسدونه موندل شوي او د درېيو نورو لادرکه دي.

هغه وايي: ((د درېيو کسانو جسدونه بېخي ورک دي، فکر کوم ماين به ټوټه ټوټه کړي وي.))

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، درقد د تخار ولايت له نا امنو ولسواليو ده چې ډېری سيمې يې د وسله والو طالبانو په کنټرول کې دي.ش

login or register a new account.