کابل : (پژواک، ١٢ لړم ٩٨) : د المان د اقتصادي همکاريو وزارت په افغانستان کې د خپلو پروژو لپاره د ٦،٢ ميليارده افغانيو مرستې اعلان وکړ.
په کابل کې له افغانستان سره د المان د همکاريو سازمان ( جى اى زيډ) له خوا د لړم په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ددغې مرستې تړون د افغانستان د ماليې سرپرست وزير محمد همایون قیومي او د المان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت مرستیال مارټین ییګر ترمنځ لاسليک شو.
سرچينې زياته کړې، د ۲۰۱۹ زېږدیز کال په پای کې د المان دولت د المان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت له لارې د افغانستان – المان همکارۍ د پروژو لپاره به ۶.۲ میلیارده افغانۍ (۷۲ میلیونه یورو) اضافه مرسته وکړي، چې په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې به ټولټال ژمنه شوې مرسته ۱۸.۱ میلیارده افغانیو (۲۱۱ میلیونه یورو) ته ورسېږي.
د افغانستان د مالیې وزارت سرپرست همايون قيومي ددې مرستې د لاسليک کولو پر مهال وویل، د افغانستان حکومت د باثباته ډیموکراسۍ د رامنځته کولو په برخه کې د افغانستان په ملاتړ کې د المان د حکومت مرستې مني.
هغه زياته کړه، غوره حکومتولۍ، دوامداره اقتصادي پراختیا او کارموندنې، ښاري پراختیا او د ښاروالۍ زېربناء کې مرسته کول به د افغانستان له حکومت سره مرسته وکړي، ترڅو د اغېزمنتوب او ځان بساینې پر لور حرکت وکړي.
قيومي وايي : " زه د المان له حکومت څخه مننه کوم چې له موږ سره د یو خوندي او سوکاله افغانستان په جوړولو کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي. "
د المان اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت مرستیال ییګر وویل، المان چمتو دی چې د سولې او ډیموکراسۍ په لاره کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د هغه په وينا، هره راتلونکې مرسته باید له ۲۰۰۱ زېږدیز کال راهیسې د ترلاسه شوو پراختیایي لاسته راوړنو پر بنسټ وي، په ځانګړي ډول هغه مرستې چې ښځو او نجونو ته یې ګټه رسولې ده.
نوموړي وويل، المان به له افغانستان څخه د اوږد مهاله ملاتړ کوونکي په توګه خپل رول لوبولو ته دوام ورکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې، ټولټال ۱۴.۱ میلیارده افغانۍ (۱۶۴.۵ میلیونه یورو) مالي همکارۍ ته او ۴ میلیارده افغانۍ (۴۶.۵ میلیونه یورو) تخنیکي همکارۍ ته ځانګړې شوې دي.
login or register a new account.