کابل (پژواک، ١٣ لړم ٩٨): د افغانستان د ملي امنيت شورا وايي چې جرمني هېواد له کومو شخصي او سياسي اندېښنو پرته له افغان سولې پروسې سره مرسته او همکاري کوي.
د ملي امنيت شورا وياند کبير حقمل د لړم په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې جرمني د بين الافغاني مذاکراتو پيلېدو په برخه کې هلې ځلې پيل کړې دي.
هغه زياته کړه: ((څومره چې د افغانستان حکومت تجربه لري، جرمني له کومو سياسي او شخصي اندېښنو پرته له افغانستان سره د سولې ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې مرسته او همکاري کوي.))
حقمل وايي، د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکوس پوټزل پرون د ملي امنيت شورا له سلاکار ډاکتر حمدالله محب سره په ليدنه کې پر همدې همکاريو خبرې کړې دي.
د نوموړي په وينا، د ملي امنيت سلاکار د حکومت د سولې د اووه ماده ييز پلان په اړه د جرمني استازي ته معلومات وړاندې کړل او په ورته وخت کې يې د سولې له پروسې سره د ياد هېواد د مرستو قدر داني وکړه.
د جرمني ځانګړي استازي ژمنه وکړه چې هېواد یې سولې ته د رسېدو لپاره له افغانستان سره هر ډول همکاریو ته تيار دی.
د يادونې ده، د جرمني ځانګړي استازي له تېرو څو ورځو راهيسې له ولسمشر اشرف غني، اجراييه رييس ډاکتر عبدالله او ګڼ شمېر سياسي او حکومتي مشرانو سره جلا جلا ليدنې کتنې کړې دي.
login or register a new account.