Language

د پکتيا د ترانسپورټ رييس: د ترمېنلونو جوړېدل مو اساسي اړتيا ده

ګردېز (پژواک، ۱۳ لړم ۹۸): د پکتيا ولايت د ترانسپورټ ریاست مسولين وايي چې د بېلابېلو پروګرامونو د عملي کولو له لارې يې عوايد زيات شوي او د خدمتونو د ښه کولو هڅې کوي.

د پکتيا د ترانسپورټ رييس حکيم سرتېر د لړم په ١٣مه پژاوک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې د دندې له پيل راهيسې يې د تېر کال د دوه ربعو په پرتله په يوه کې اتلس سلنه او په بله هغه کې يې عوايد دېرش سلنه لوړ کړي دي.

سرتېر دعوايدو د لوړوالي عوامل په عايداتي سرچينو کې د روڼتيا رامنځته کول او د ترانسپورټي بندرونو فعالول يادوي او زياتوي، هڅه يې دا ده چې په الکترونيکي ډول د عوايدو راټولولو سيسټم فعال کړي.

دی وايي: ((د تېر کال په ميزان مياشت کې عوايد يوميليون افغانۍ و، خو سږکال مو په دې مياشت کې يو ميليون او اووه سوه زره افغانۍ عوايد ټول کړي دي. دا عوايد د بندرونو، ښاري ترانسپورټ، باربري ترانسپورټ او د مسافرو له انتقال څخه لاسته راځي.))

حکيم سرتېر د ښاري ترانسپورټي بې نظمي، د لازمو خدمتونو د نشتون او ستونزو لوی عوامل د مسافري او بار وړونکو موټرونو لپاره د ترمېنلونو نشتون، د يادې ادارې د اداري ودانۍ او د بندري کمېشن د مرکزونو لپاره د ودانيو نشتوالی بولي او له مرکزي ادارو او نورو مرستندويه بنسټونو غواړي چې په دې مهمه چاره کې ور سره همکاري وکړي.

سرتېر پژواک ته وويل: ((مسافر بري ترمېنل ته، چې د پکتيا ولايت او د ښاري نظم، ترانسپورټ او د عوايدو لوړتيا لپاره نهايت ډېر مهم دی، اشد ضرورت لرو، خپل اداري تعمير او په بندرونو کې تعميرونه جدي اړتيا ده.))

د پکتيا ولايتي شورا په تېر کې د دغه ولايت د ترانسپورټ رياست فلج او فعاليتونه يې خورا کمرنګه بولي او وايي چې د يادې ادارې فعاليتونه او اسانتياوې په نشت حساب دي.

په دې اړه د پکتيا و لايتي شورا مشر عبدالمالک ځاځی وايي چې ترانسپورټ د معاصر ژوند مهمه اړتيا ده او بايد وزارت او نور اړوند بنسټونه يې هم اسانتياوو رامنځته کېدو او زياتېدو ته جدي پام وکړي.

ځاځي پژواک ته وويل:(( له ترانسپورټ وزارت نه مو کلکه غوښتنه ده چې دلته هغه خدمتونه مهيا کړي چې خلک، تجاران او ترانسپورټي وسايط اړتيا ورته لري.))

بل لورته خلک هم په ترانسپورټي نظم او اسانتياوې مهمه اړتيا بولي او وايي چې د ترانسپورټي ستونزو له امله ښاري ګڼه ګوڼه، د چاپېريال ککړتيا او د ښاري فرهنګ سره نامناسبه فضا رامنځته شوې ده.

د ګردېز ښار اوسېدونکى ناظم ګل په روڼ او منظم ډول د عوايدو راټولولو لپاره په ګردېز ښار او لويو لارو کې د ترانسپورټ رياست د اړوندو معياري ځايونو په لرلو ټينګار کوي او وايي، د ياد رياست د مامورينو له خوا په کانتينر يا کوټنۍ کې د پيسو اخيستو له امله په دې نه پوهيږي چې دولت ته پيسې ورکوي او که غير قانوني پاټک ته.

ناظم ګل وويل: ((ضرور دا ده چې په هر بندر او لاره کې مسوول دولتي مامور د چِک پوسټ او کمېشن لپاره منظم تعمير يا کور ولري، نور بايد د کانتينر له دورې را ووځي.))

login or register a new account.