پل علم (پژواک، ١٣ لړم ٩٨): د لوګر د کرنې رياست چارواکي وايي چې سږ کال په دغه ولايت کې د پيازو حاصل ډېر شوی او په بازار کې هم په ښه بيه پلورل کېږي.
د لوګر د کرنې رييس عبدالله تسل د لړم په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې سږ کال د دغه ولايت په څه باندې ٨٦زره جريبه ځمکه کې پياز کرل شوي وو چې نږدې ٥٤زره مټريک ټنه حاصلات ترې ترلاسه شوي دي.
هغه وايي: ((سږ کال پيازو ښه حاصل ورکړی او په بازار کې هم په ښه بيه خرڅېږي چې دهقانان ورته خوښ دي.))
د تسل په وينا، دا مهال په لوګر کې يو من پياز (اووه کيلو) له ١٢٠ تر ١٥٠ افغانيو پورې پلورل کېږي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د لوګر ولايت اوبه او هوا دواړه د پيازو د کرکيلې لپاره ډېر مناسب دي، نو ځکه کروندګر هم د پيازو کرلو ته زړه ښه کوي.
تسل زياته کړه: ((سږ کال موږ هم د پيازو د کر په برخه کې کروندګرو ته اصلاح شوي تخمونه ورکړي او ترڅنګ يې د ناروغيو د مخنيوي په برخه کې مو ورته سلا مشورې هم ورکړې دي.))
د لوګر د کرنې رييس په وينا، د دغه ولايت شاوخوا شل سلنه کروندګر د پيازو کرکيله کوي.
دغه راز د محمد اغې ولسوالۍ يوه کروندګر عزيزالله پژواک ته وويل چې سږ کال يې پر درې جريبه ځمکه پياز کرلي وو چې ښه حاصلات يې ترلاسه کړي دي.
هغه وايي: ((هم زموږ پيازو حاصلات سږ کال ښه وو او هم يې په بازار کې بيه ښه ده، ما په درې جريبه کې پياز کرلي وو، ٥٨٥ زره افغانۍ مې ګټه کړې ده.))
د دغه ولايت يو شمېر نورو کروندګرو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې غوښتنه وکړه چې د دوى ټولو حاصلاتو ته په کور دننه او بهر کې مناسب بازار پيدا کړي.
د لوګر د کرنې رياست چارواکو د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې له هر جريب ځمکې څخه له ١٥٠٠-٢٠٠٠ منو پورې پياز ترلاسه کېږي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP