کابل (پژواک، ١٣ لړم ٩٨) : ولسمشر اشرف غني د بغلان د چاودنې په غبرګون کې ويلي چې امنيتي ځواکونه به له طالبانو او نورو ترهګرو ډلو د بې ګناه هېوادوالو د وژلو غچ اخلي.
د بغلان ولايت د مرکز اړونده ډنډ شهاب الدين سيمه کې نن تر غرمې مخکې په يوه چاودنه کې ديوې کورنۍ اته غړي ووژل شول او شپږ نور ټپيان شول، په قربانيانو کې ښځې او ماشومان وو.
دغې کورنۍ د جګړې له امله خپله سيمه پرېيښې او پلخمري ته راغلې وه.
له ارګ څخه د لړم په ١٣مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه استو شوې خبرپاڼه راغلي چې ولسمشر دغه چاودنه په کلکه غندلې ده.
ولسمشر غني زياته کړې:" زموږ زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه به له طالبانو او نورو ترهګرو ډلو او ګروپونو څخه، زموږ پر بې ګناه او بې دفاع هېوادوالو د تروریستي بریدونو او جنایتونو غچ واخلي. "
هغه ويلي، طالبان او د دوی ملاتړي چې د هېواد له ویجاړۍ او د هېوادوالو له وژلو، ترور، وحشت او ځورولو پرته بله موخه نه لري.
د ولسمشر په وينا، د دغه ډول وحشتونو په ترسره کولو سره د هېواد پر روښانه راتلونکي د خلکو ټینګه اراده نه شي کمزورې کولای، امنیتي او دفاعي ځواکونه به دوی هرچېرې ولټوي او له منځه به یې یوسي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP