Language

کابل کې د پاکستان سفارت ويزې بندې کړې دي

کابل (پژواک، ١٣ لړم ٩٨): په کابل کې د پاکستان سفارت اعلان کړى چې د امنيتي ستونزو له امله يې سر له ننه افغانانو د ويزې ورکول بند کړي دي.

خو د سفارت له خوا د لړم په ١٣مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې دا نه دي ويل شوي چې دا لړۍ به تر کومه بنده وي.

سرچينې زياته کړې چې په ننګرهار، کندهار، هرات او بلخو ولايتونو کې به د ويزې ورکولو لړۍ روانه وي.

بلخوا په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په کابل کې يې ځيني ډيپلوماتان ځورول شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې پرون يې په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت شاژدافير احضار کړى و او په دې اړه يې ورته خپل شکايت رسولى دى.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په کابل کې یې د ډيپلوماتانو موټر د ځينو نورو موټرو له خوا څارل شوى او د يوه ډيپلومات موټر  پر موټرسايکل هم وهل شوى دى.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د ويانا کنوانسيون د يوه غړي په توګه دا د افغان حکومت مسووليت دى د ډيپلوماتانو امنيت دې خوندي کړي.

د يادونې ده، د افغانستان حکومت هم د پاکستاني پوليسو  د ناسم چلند له امله په پېښور کې خپله کونسلګري تړلې ده.

login or register a new account.