Language

افغان سفارت: له هند سره مو د “پاني پت” فلم په اړه اندېښنې شریکې کړې دي

کابل (پژواک، ١٤ لړم ٩٨): د هندي سينما له خوا د احمدشاه بابا د پاني پت پر درېيمې جګړې نوي جوړ شوي فلم “پاني پت” د افغانانو او چارواکو اندېښنې راپارولې چې ګواکې د احمد شاه بابا سپکاوى په کې نه وي شوى.

دغه فلم د افغانانو او هندوانو ترمنځ د پاني پت پر درېيمې جګړې جوړ شوى دی؛ دا جګړه د ١٧٦١ زېږديز کال د جنورۍ په مياشت کې د هندوستان په پاني پت سيمه کې شوې وه.

د معلوماتو له مخې، د دې جګړې مشري احمد شاه ابدالي په مشرۍ د نواب نجيب الدوله او حافظ الملک حافظ رحمت خان له خوا ترسره شوې چې څلوېښت زره جنګيالي يې لرل.

د پاني پت درېيمه جګړه په شمالي هندوستان کې د احمد شاه بابا او مرهټه وو ترمنځ يوه لويه جګړه وه.

احمدشاه بابا د هند مرهټه پوځ ته چې سیکان او جټان يې هم په ايتلاف کې ملګري وو،  ماتې ورکړه او شاوخوا ۰۰۰، ۵۰ هندو سرتېري یې ووژل.

دغه فلم د هندي فلمي صنعت باليووډ  د مشهور ډايريکټر اشوتاش  له خوا جوړ شوى چې له دې مخکې يې هم د لګان او جودا اکبر په نامه تاريخي فلمونه جوړ کړي دي.

په دغه فلم کې د هندي سينما مشهور ستورى سنجى دت د احمد شاه بابا رول ترسره کړى، دغه راز په فلم کې د نورو ترڅنګ ارنجن کپور او کريتي سنون هم مهم نقشونه لوبولي دي.

د افغانستان د پکتيکا ولايت اوسېدونکى فلمي لوبغاړي ببرک اکبري هم په دغه فلم کې د سنجى دت احمدشاه بابا د وفادار ساتونکي رول لوبولى دى.

که څه هم دغه فلم تر اوسه بازار ته نه دى راوتلى او ټاکل شوې ده چې د راتلونکې ډسمبر مياشتې په لومړۍ اوونۍ کې نندارې ته وړاندې شي، خو د يو شمېر افغانانو اندېښنې يې راپارولې دي چې ښايي احمد شاه بابا  ته په کې سپکاوى شوى وي يا يې د پاني پت جګړې تاريخ په کې په سم ډول نندارې ته نه وي وړاندې شوى.

د عبدالبصير سمون په نوم يوه افغان په ټولنيزه شبکه فېسبوک کې پر دغه فلم نيوکه کړې او د اطلاعاتو او کلتور له وزارته يې غوښتي چې په افغانستان کې پر دې فلم بندېز ولګوي.

د عزيزاحمد ځلاند په نوم يوه بل کس هم په فېسبوک کې په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې او د افغانستان له حکومته يې غوښتي، داسې اقدامات وکړي چې له دغه فلم سره د دواړو هېوادونو د حکومتونو او خلکو اړيکې خرابې نه شي.

رڼا درانۍ غورځنګ هم له حکومته غوښتي، مخکې له دې چې دغه فلم نندارې ته وړاندې شي، بايد ويې څېړي، هسې نه په کې احمدشاه ابدالي ته سپکاوى شوى وي.

په هندوستان کې د افغانستان پخواني سفير شيدا محمد ابدالي په ټويټر کې سنجى دت ته ليکلي: ((په تاريخي توګه هندي سينما د افغانستان او هندوستان ښو اړيکو کې مهم رول لوبولى دى، زه هيله من يم، چې دغه نوي فلم دغه حقيقت او د ګډ تاريخ ارزښتونه په نظر کې نيولي وي.))

د افغانانو ترڅنګ يو شمېر هنديانو هم پر دغه فلم اندېښنې څرګندې کړې دي: مشهور هندي ژورنالېست اويک سين په ټويټر کې ليکلي: ((احمدشاه ابدالي ته په افغانستان کې ډېر درناوى کېږي، خو په هند کې خلک ترې نفرت کوي، زه فکر نه کوم، په فلم کې تاريخ په سمه توګه وړاندې شوى وي، افغانستان او هند اوس پياوړې او ښې اړيکې لري، دا ډول فلمونه يواځې له پيسو ګټلو پرته بله ګټه نه لري.))

په هندوستان کې د افغانستان سرپرست سفير طاهر قادري چې نوې دنده يې پيل کړې ده، په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل، تر اوسه دغه فلم سينما کې نندارې ته نه دى وړاندې شوى او محتويات يې هم نه دي په ډاګه شوي.

هغه زياته کړه: ((موږ د هندوستان له حکومتي چارواکو سره په اړيکو کې يو او د افغانانو اندېښنې مو  ورسره شريکې کړې دي.))

په نوي ډيلي کې د افغانستان د سفارت کلتوري اتشه اجمل عالمزى وايي چې دوى د ١٣٩٦ لمريز کال د لېندۍ په مياشت کې له دې فلم څخه خبر شول او په هماغه وخت يې په دې اړه څېړنې پيل کړې دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((موږ سيستماتيک ولاړو، د فلم ډايريکټر ته مو ايميل وکړ، چې د فلم سناريو شريک کړي، خو هغه دا کار ونه کړ، بيا مو ورته زنګ ووهلو ونه شو، بيا مو زنګ ووهلو.))

د نوموړي په وينا، د دغه فلم مسوولينو وويل، د دوى د شرکت دا پاليسۍ نه ده چې سناريو له چا سره شريکه کړي ځکه چې د فلم ارزښت، اهميت، محرميت له منځه ځي او بازار يې خرابيږي.

عالمزي زياته کړه: ((بيا مو د هند اطلاعاتو او نشراتو وزارت ته مراجعه وکړه، هغوى وويل، چې اړونده فلم جوړوونکي شرکت دديموکراسۍ په اساس پاليسۍ لري، موږ مداخله نه شو کولى، شرکتونه زموږ پر مذهبي موضوعاتو هم فلمونه جوړوي، خو موږ څه نه شو کولى.))

خو بايد وويل شي چې د هندوستان حکومت د (سنسر بورډ) په نامه يوه دولتي اداره لري، ددې ادارې له اجازې پرته فلمونه سينما ته نه وړاندې کېږي.

کلتوري اتشه وايي چې بيا يې د هغه مهال د افغانستان سفير شيدا محمد ابدالي سره مشوره وکړه چې دا د افغانستان او هندوستان د خلکو ترمنځ واټن رامنځته کوي او اړيکې خرابوي.

د هغه په وينا، ابدالى بيا د هند د مهاراشترا ايالت چېرته چې باليووډ موقعيت لري، له والي سره وليدل او ورسره يې دا موضوع مطرح کړه، هغه د موضوع د تعقيب ژمنه وکړه، خو تر اوسه کوم اقدام نه دى شوى.

دى وايي، بيا په ممبيي ښار کې د هغه مهال افغان قونسل جنرال صالحي د ياد فلم له ډايريکټر سره وليدل، هغه وويل چې په فلم کې تاريخي واقعيتونه بيان شوي، نور څه په کې نشته.

د عالمزي په وينا، دوى بيا رسمي مکتوبونه د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور او د بهرنيو چارو وزارتونو ته واستول، څو په لوړه کچه پر دې موضوع کار وشي.

ده زياته کړه، فلم ځکه اندېښنې راپارولي چې د فلم نوم خطرناک دى (پاني پت ستر خيانت) ، له نوم يې له ورايه معلوږي چې خطرناک دى.

د هغه په وينا، له نوم څخه يې معلوميږي، چې فلم دافغانستان په ګټه نه دي.

د فلم مهم لوبغاړى سنجى دت چې د احمد شاه بابا رول لوبوي، په خپل ټويټر کې ليکلي: ((چېرته چې د احمدشاه ابدالي سيورى پرېوځي، هلته مرګ خپرېږي.))

ببرک اکبري چې د پکتيکا ولايت اوسېدونکى دى، او په دې فلم کې يې د سنجي دت وفادار عسکر رول   لوبولوى، په يوه ويډيويي پيغام کې ويلي: ((زه په ټول فلم کې له سنجى دت سره يمه ، ماته خپله په واټس اپ ، فيسبوک او مسنجر کې افغانانو مسيجونه کړي دي چې ګوندې په فلم کې د بابا سپکاوى شوى، خو داسې کومه خبره نشته.))

هغه زياته کړې،څه چې تاريخ دى، هماغه په کې راغلي دي، که چېرې داسې څه په کې واى، ما په کې هېڅکله کارنه کاوه.

ده زياته کړې: ((خلک خبر نه دي، له کيسو نه کيسې جوړوي، انشاء الله داسې هېڅ نشته، افغانستان تاريخ لري او خلک ترې خبر دي.))

د پاني پت درېيمه جګړه افغانانو ګټلې ده، خو د فلم ټريلر (لنډيز اعلان) چې نن خپور شوى، په کې راغلي، چې دا جګړه هندوان ګټي.