Language

مسلمیار: «ای اس ای» د افغانستان سفیر ته له سپکاوي سره خپله بې حیایي وښوده

 کابل (پژواک، ۱۴ لړم ۹۸): مشرانو جرګې د پاکستان د استخباراتي سازمان د نظامیانو له خوا د افغانستان د سفیر احضارول او هغه ته سپکاوی کول؛ وغندل او په دې اړه یې له افغان حکومته د د لازمو ګامونو اخیستو غوښتنه وکړه.

 د راپورونو له مخې، تېره ورځ د پاکستان استخباراتي سازمان (ای اس ای) د افغانستان سفیر عاطف مشعل په اسلام اباد کې احضار کړی او ناسم چلند یې ورسره کړی دی.

د پاکستان داستخباراتو دې ناسم عمل، مشرانو جرګه کې د خلکو د استازو احساسات راپارولي.

 په مشرانو جرګه کې د کاپیسا د خلکو استازي محي الدین منصف د جرګې په نننۍ ناسته کې د پاکستان د استخباراتي سازمان له خوا د افغانستان دسفیر احضارول او له نوموړي سره ناسم چلند غندلی او دا عمل یې د ډېپلماتیک عرف خلاف بللی.

هغه وویل چې د یوه هېواد اطلاعاتي سازمان ته د یوه سفیر احضارول، د هغه سپکاوى او تحقیرول دي او له نړیوالو قوانینو او اصولو سره په ټکر کې دي.

د مشرانو جرګې دويم منشي سيمع فیصل، د افغانستان له بهرنیو چارو وزارته وغوښتل څو دغه قضیه په جدي ډول وڅېړي؛ ځکه چې استخباراتي سازمانونه د سفیر د احضار حق نه لري.

 د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار هم دا کړنه و غندله او ويې ویل چې استخباراتي سازمان د یوه ډېپلومات د استجواب، سپکاوي او تحقیر حق نه لري.

 نوموړي د افغانستان د سفیر پر وړاندې د پاکستا د استخباراتو دا کار بې حیایي وبلله او ددغې جرګې د نړیوالو چارو کمېسیون ته یې دنده وسپارله څو دغه قضیه وڅېړي.

 د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم  تېره ورځ په اسلام اباد کې د  (ای اس ای) له خوا د افغانستان د سفیر احضارول په کلکو ټکو وغندل او ددغو نظامیانو ناسم چلند یې له ډېپلماتیک عرف سره په ټکر کې وباله.  

مسلمیار همدا راز په کابل کې افغانانوته د پاکستاني وېزو ځنډولو ته په اشاره وویل چې د بهرنیو چارو وزارت باید د پاکستان سفیر احضار کړي.

 په کابل کې د پاکستان سفارت پرون اعلان کړی چې د امنیتي ستونزو له امله یې په کابل کې افغانانو ته د وېزو ورکول ځنډولي.

مسلمیار ددغې جرګې د نړیوالو چارو کمېسیون ته لارښوونه وکړه څو دغه موضوع هم وڅېړي؛ ترڅو د هغوی د موندنو له مخې جرګه خپل دريځ ونيسي.

login or register a new account.