Language

په خوست کې چاودنې د ملي اردو څلورو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې

خوست ښار (پژواک، ۱۴ لړم ۹۸): خوست کې د سړک غاړې ماين چاودنې د ملي اردو څلورو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دغه پېښه نن سهار د خوست ښار په ختيځه څنډه کې د سبزۍ منډوي ته څېرمه د ملي اردو پر رينجر موټر شوې ده.

په خوست کې د ملي اردو د ۲۰۳ تندر قول اردو د لومړۍ شايسته پلې لوا قوماندانۍ وياند تورن عبدالله پژواک اژانس ته وويل چې په دې پېښه کې يو سرتېری وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

نوموړي وويل، ټپيان د ملي اردو روغتيايي مرکز ته انتقال شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

د پېښې مسووليت وسله والو طالبانو پر خپله غاړه اخيستی دی.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په دې پېښه کې د څلورو کومانډو عسکرو وژل کېدو او د درېیو نورو د ټپي کېدو ادعا کړې ده.

login or register a new account.