Language

کندهار کې د څلورو ښځو په ګډون د پوليسو ٢٤٦ افسران فارغ شول

کندهار (پژواک، ۱۴ لړم ۹۸): په کندهار کې د جنرال عبدالرازق د پولیسو د روزنې له مرکز څخه د ۲۴۶ تنه ساتنمنان فارغ شول چې څلور تنې یې ښځې وې.

په دې اړه په جوړو شوو مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت اداري معین پوهنمل لوی پاسوال عبدالجبار پردلي او ورسره پلاوي، د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان، د کندهار والي حیات الله حیات، د ولایتي شورا رییس سید جان خاکرېزوال او نورو چارواکو ګډون کړی وو.

چارواکو په دغو مراسمو کې تر ډېره د پولیسو پر پیاوړتیا، وړتیاوو لوړولو، د لازمو تجهیزاتو پر برابرولو، همغږۍ، د فساد مخنیوي، د ښځینه پولیسو پر زیاتوالي او اړوندو نورو مسایلو ویناوې وکړې.

د پولیسو د روزنې د مرکز قوماندان سمونوال محمد ایوب وردګ وویل، د څلورو تنو مېرمنو په ګډون ۲۴۶ تنو پولیسو د شپږو میاشتو په موده کې محاربوي، تخنیکي او قانوني زده کړې تر لاسه کړي او نن د ساتنمنۍ په رتبه فارغ او خپل اسناد تر لاسه کوي.

هغه زیاته کړه، دغه ساتنمنان به په کندهار، زابل، اروزګان او دایکنډي ولایتونو کې په دندو وګومارل شي.

د کندهار والي حیات الله حیات وویل، پولیس د قانون پلي کوونکي او د ټولنې د نظم ساتونکي دي خو له بده مرغه چې حالاتو او شرایطو د جګړې په لومړۍ کرښه کې واقع کړي دي.

هغه پولیس وستایل چې په کمو امکاناتو له خاورې او خلکو په مېړانه ساتنه کوي.

نوموړي له مرکزي ادارې وغوښتل چې د ملي پولیسو سرښندنو ته د احترام په موخه دې د اصلاح او روزنې تر څنګ هغوی ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د کندهار ولایتي شورا رییس حاجي سید جان خاکرېزوال وویل، مرکزي اداره باید د کندهار پولیس اکمال او مجهز کړي.

ده زیاته کړه، ولس له پولیسو سره د امنیت په ساتلو کې ډېره مرسته کوي، خو هغوی کافي تجهیزات او لا هم مسلکي پوهه نه لري چې پاملرنه ورته په کار ده.

د کورنیو چارو وزات اداري معین پوهنمل لوی پاسوال عبدالجبار پردلي وویل، مرکزي اداره د پولیسو پیاوړتیا او اصلاحاتو په برخه کې جدي هلې ځلې کويڅو پولیس په مسلکي توګه وروزل شي.

د فارغو شوو ساتنمنانو له ډلې د شکر الله په نوم پولیس وویل، له خپلې خاورې سره د مینې له مخې د پولیسو له لیکو سره یو ځای شوی دی.

login or register a new account.

Related Topics