Language

د سعودي ملک سلمان بنسټ له افغان دارالايتامونو سره مرسته وکړه

کابل (پژواک، ١٥ لړم ٩٨): د سعودي عربستان د ملک سلمان مرستندوی بنسټ د کار او ټولنيزو چارو له وزارت سره په همغږۍ د افغانستان له يتيمانو سره د شل ميليونه افغانيو په ارزښت د بېلابېلو توکو مرسته وکړه.

د ياد بنسټ له خوا د لړم په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه مرسته د ٢٤٩زره امريکايي ډالرو (نږدې شل ميليونه افغانۍ) دي چې د (رعاية الايتام) تر نامه لاندې يې له يتيمانو سره مرسته شوې.

سرچينې زياته کړې، د دې مرستو په لړ کې به د دارالايتامونو (اته سوه شپږ نوي) له زده کوونکو سره د خوراکي توکو، جامو، تعليمي بکسو او د درېیو دارالايتامونو بيارغولو په برخو کې همکاري وشي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په همدې موخه د کار او ټولنیزو چارو په وزارت کې يوه ناسته وشوه چې په کې د عربستان سفير جاسم محمد الخالدي، د کار او ټولنيزو چارو وزارت مرستيال غلام حيدر جيلاني او د ياد بنسټ مشر فهاد سعد القحطاني ګډون کړی و.

د کار او ټولنيزو چارو سرپرست وزیر سيد انور سادات د سعودي عربستان، په ځانګړې توګه د ملک سلمان خیره بنسټ مسوولینو له بشردوستانه مرستو مننه وکړه او سعودي عربستان یې د افغانستان يو ښه دوست هېواد ياد کړ.

د سعودي عربستان سفير جاسم محمد الخالدي ژمنه  وکړه  چې په راتلونکي کې به هم له اړمنو افغانانو سره خپلو بشردوستانه مرستو ته دوام ور کړي.

د ويلو ده، د دې مرستو په لړ کې به په کابل کې د دارالامام مالک، جلال اباد دارالایتام او په کونړ کې د دارالارقم دارالايتام بيا ورغول شي او همدارنګه د کابل، میدان وردګ، لوګر، ننګرهار او کونړ ولایتونو دارالایتامونو پر ښوونکو او کارکوونکو به هم درې سوه اته شپېته کارتنه خوراکي توکي ووېشل شي.

login or register a new account.