Language

د کابل پوهنتون یو استاد په بغلان کې وژل شوی دی

پلخمري (پژواک، ١٥ لړم ٩٨): د بغلان حکومتي مسوولين وايي چې ناپېژاندو وسله والو په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د کابل پوهنتون د ځمک پېژندنې يو استاد وژلى دى.

په بغلان کې يوې حکومتي سرچينې د لړم په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې یادو وسله والو تېر ماښام د مرکزي بغلان ولسوالۍ اړوند د جرخشک په سيمه کې د کابل پوهنتون يو استاد عزيز احمد له موټره ښکته کړ او نن سهار يې په همدې سيمه کې مړی موندل شوى دى.

دغه راز د مرکزي بغلان ولسوالۍ د ملکي روغتون د جراحۍ څانګې ډاکتر، خليل نرمګوى پژواک ته وويل چې د پوهاند عزيزاحمد پنجشيري په نوم د يوه کس جسد روغتون ته ور وړل شوى دى.

په دغه روغتون کې يوه بل ډاکټر د نوم نه خپرېدو په شرط پژواک ته وويل: ((استاد عزيزاحمد پنجشيري د کابل پوهنتون د ځمکې پېژندنې استاد و چې نن سهار يې جسد روغتون ته راوړل شوى دى.))

خو د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند احمد جاوېد بشارت پژواک ته وويل چې پوهاند عزيزاحمد پنجشيرى د وسله والو طالبانو له لوري وژل شوى دى.

هغه وايي: ((دغه استاد کندوز ته روان و چې طالبانو اول له موټره ښکته کړى، بيا يې په مرموز ډول وژلى دى.))

بشارت زياتوي چې د دې پېښې په تور تر اوسه څوک نه دي نيول شوي خو په اړه يې جدي پلټنې روانې دي.

بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې وسله والو طالبانو د بغلان په مربوطاتو کې د کابل- شمال پر لويه لار څو ځايه چک پاينټونه جوړ کړي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.