پل علم (پژواک، ١٦ لړم ٩٨): د لوګر سيمه ييز چارواکي وايي چې ناپېژاندو وسله والو په بره کي برک ولسوالۍ کې يو جومات سوځولى دى.
په دې اړه د لوګر ولايتي شورا رييس حسيب الله ستانکزي د لړم په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ناپېژاندو وسله والو د بره کي برک ولسوالۍ په قلعه قاضي سيمه کې يو جومات سوځولى دى.
هغه وايي: ((په دې پېښه کې يو شمېر قران کريمونه او نور ديني کتابونه هم سوځېدلي دي.))
ستانکزى زياتوي چې د جومات او ديني کتابونو سوځول يو غير انساني عمل دى چې بايد عاملين يې د خپلو اعمالو پر سزا ورسول شي.
په ورته وخت کې د قلعه قاضي یوه اوسېدونکي حميدالله هم پژواک ته وويل چې تېره شپه د دوى د کلي جومات ته اور اچول شوى دى.
هغه وايي: ((ناپېژاندو وسله والو اول د جومات دروازه ماته کړې، بيا يې تېل پرې شيندلي او بيا یې اور ورته اچولى دى.))
همدارنګه د بره کي برک ولسوال ويس احمد عبدالرحيمزي پژواک ته وويل چې په ياده پېښه کې جومات په بشپړ ډول سوځېدلى دى.
هغه زياته کړه: ((تر اوسه معلوم نه دى چې دغه کار چا کړى، خو په قلعه قاضي کې طالبان حضور لري.))
د يادونې ده، بره کي برک د لوګر د مرکز پل علم جنوب ته په ١٨ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده چې د دغه ولايت له نا امنو سيمو شمېرل کېږي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP