پل علم (پژواک، ۱٦ لړم ۹۸): د لوګر چارواکي وايي چې د کابل- لوګر پر لويه لار د پکتيا د استيناف محکمې څلور قاضيان د طالبانو په کمين کې وژل شوي دي.
د ولايتي شورا مشر حسيب الله ستانکزي د ياد مطلب په تاييدولو سره پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ په باقي اباد سيمه کې د کابل- لوګر په عمومي لاره کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، د پکتيا د استيناف محکمې څلور قاضيان چې له پکتيا کابل ته روان وو، د طالبانو له کمين سره مخ شوي او ټول په بريد کې وژل شوي دي.
د لوګر امنيه قوماندان سمونوال رحم خدا مخلص يواځې د قاضيانو پر موټر د وسله وال د بريد پخلى کوي او په دې اړه د نورو معلوماتو له ورکولو يې ډډه وکړه.
ارګ پردې پېښې خواشيني څرګنده کړې ده او په خپره کړې اعلاميه کې ليکلي چې ولسمشر غني د دغې غمجنې پېښې د خبر په اورېدو سخت خواشینی شو او ويې ویل، د افغانستان دښمنانو یو ځل بیا نه بښونکی جنایت ترسره او پر قاضیانو یې چې وظیفه یې د عدالت او قانون تطبیق دی، برید وکړ.
ده ټینګار کړى چې طالبان هیڅکله پر علماوو، پوهانو، استادانو، دیني او روزنیزو مرکزونو د بریدونو له لارې خپلې شومې موخې نه شي ترلاسه کولای.
هغه زیاته کړې، د ټولنې پر منور قشر برید د بشریت ضد جنایت دی.
طالبانو بيا په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP