تالقان (پژواک، ١٧ لړم ٩٨): د تخار امنيتي مسوولين وايي چې پوليسو د دغه ولایت په مرکز تالقان کې يوه ښځه د نشه يي توکو د قاچاق په تور نيولې ده.
د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند خليل اسير د لړم په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو تېر ماښام يوه ښځه د ٧٣٠ ګرامه ترياکو د قاچاق په تور نيولې ده.
هغه وايي، یادې ښځې غوښتل چې دغه نشه يي توکي له کلفګان ولسوالۍ مرکز تالقانو ته انتقال کړي چې د تکه تويمز تلاشۍ په پوسته کې ونيول شوه.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه ښځه خال نسا نومېږي، د يارمحمد لور او د کلفګان ولسوالۍ اصلي اوسېدونکې ده.
اسير وايي چې دغه نشه يي توکي د موظف څارنوال پر وړاندې له تشريع وروسته ضبط شول او قضيه تر څېړنې لاندې ده.
login or register a new account.