ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“تېره اوونۍ په افغانستان کې د ۳۴ ملکي وګړو په ګډون ۶۳ کسان وژل شوي”

“تېره اوونۍ په افغانستان کې د ۳۴ ملکي وګړو په ګډون ۶۳ کسان وژل شوي”

author avatar
8 Nov 2019 - 12:43
“تېره اوونۍ په افغانستان کې د ۳۴ ملکي وګړو په ګډون ۶۳ کسان وژل شوي”
author avatar
8 Nov 2019 - 12:43

کابل (پژواک، ١٧ لړم ٩٨): په تېره يوه اوونۍ کې د ٣٤ ملکي وګړو په ګډون ٦٣ کسان په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي.

د نيويارک ټايمز ورځپاڼې په نننۍ ګڼه کې راغلي چې د نومبر له لومړۍ تر اوومې نېټې پورې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ٣٤ ملکي وګړو په ګډون ٦٣ کسان وژل شوي دي.

سرچينه وايي چې د تخار په خواجه بهاوالدين ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ په پنځه ساعته جګړه کې د ملي اردو او پوليسو اته سرتېري وژل شوي دي.

د نيويارک  ټايمز په راپور کې راغلي چې په تېره يوه اوونۍ کې د ناامنیو ډېرې پېښې د افغانستان په بغلان، بادغيس، بلخ، فارياب، کندوز، خوست، کندهار، پکتيا، پکتيکا، بدخشان او زابل ولايتونو کې رامنځته شوې دي.

د يادو څرګندونو په اړه افغان  چارواکو تر اوسه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د پلازمېنې کابل په ګډون په ولايتونو کې هم د لويو او وړو بريدونو کچه د پخوا په پرتله ډېره کمه شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.