ښرنه (پژواک، ١٧ لړم ٩٨): د پکتيکا د ګومل ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې پاکستاني ملېشه وو د دې ولسوالۍ لسګونه متره خاوره لاندې کړې او د اغزن تار تېرولو چارې يې پيل کړې دي.
د ګومل ولسوالۍ خلک دغه څرګندونې له امنيتي ځواکونو سره په ګډه غونډه کې وکړې.
په دې غونډه کې د ګومل ولسوالۍ د کاکړزيو قومي مشر ملک افضل خان وويل چې له تېرې څه مودې راهيسې پاکستاني ملېشه وو د افغان خاورې په راډان سيمه کې د اغزن سیم تېرولو چارې پيل کړې دي.
هغه وايي: ((هم زموږ خاورې ته راننوتي او هم د اغزن تار ځغلولو کار يې پيل کړى چې ورسره زموږ د جلغوزو غرونه يې هم نيولي دي.))
د دغه ملک د معلوماتو له مخې، د همدې سيمې په غره کې د کرومايټ قيمتي ډبرې يو کان هم شته چې دا مهال د پاکستاني ملېشه وو په کنټرول کې دى.
دغه راز د همدې سيمې يو بل قومي مشر کپتان خروټي وويل چې پاکستانيان د يوه غره په اندازه په افغان خاوره کې مخ ته راغلي دي.
هغه وايي: ((هغه غر چې موږ يې اسناد لرو، موږ به ترې جلغوزي ټولول اوس د پاکستاني ملېشه وو په واک کې دى.))
د خروټي په وينا، پاکستاني ملېشه وو له دوى غوښتنه کړې چې د اغزن سیم تېرولو پر سر به ستونزې نه جوړوي.
هغه زياته کړه: ((موږ ته يې وويل که مشکل جوړ نه کړئ نو د پاکستان شناختي کارتونه به درکړو، خو موږ ورسره نه ده منلې.))
د يادې ولسوالۍ يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې غوښتنه وکړه چې په افغان خاوره کې د پاکستاني ملېشه وو د پرمختګ مخه ډپ کړي.
په ياده غونډه کې په پکتيکا د ٢٠٣ تندر قول اردو پلې لوا قوماندان جنرال رحم دل حيدرزي پژواک ته وويل چې افغان ځواکونه په کلکه له خپلې خاورې دفاع کوي او دغه موضوع به په جدي ډول سره وڅېړل شي.
دغه راز په سوېل ختيځ زون کې د سرحدي ځواکونو قوماندان ډګروال محمد ظريف ځاځي وويل چې د پاکستاني ځواکونو د دغه عمل په مقابل کې به دوى د ټولو اصولو په رڼا کې اقدام وکړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP