ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکايي ځواکونو د کابل -جلال اباد پر لاره دوه ملکي موټر سوځولي

امريکايي ځواکونو د کابل -جلال اباد پر لاره دوه ملکي موټر سوځولي

author avatar
9 Nov 2019 - 09:39
امريکايي ځواکونو د کابل -جلال اباد پر لاره دوه ملکي موټر سوځولي
author avatar
9 Nov 2019 - 09:39

کابل (پژواک، ١٨ لړم ٩٨) : امريکايي ځواکونو د کابل – جلال اباد پر لويه لاره د لغمان ولايت په مربوطاتو کې پر ملکي موټرو ګازي مرمۍ فير کړي چې له امله يې دوه موټر سوځيدلي  دي.

د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي د لړم په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه پرون تر ماښام وروسته په شاوخوا شپږو بجو د قرغيو ولسوالۍ  د  عزيز خان کڅ په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، دامريکايي ځواکونو د کاروان سرتېرو هغه مهال پر ملکي  موټرو پر ګاز لرونکي مرمۍ ووېشتل شول چې هغوى د نږدې نه راتګ او توقف له امر څخه سرغړونه کړې وه.

دولتزى وايي چې په دې پېښه کې دوه موټر سوځيدلي او دوه تنه ټپيان شوي دي.

نوموړي وويل امنيتي او کشفي مسوولينو ته لارښوونه شوې چې دا پېښه په دقيقه توګه وڅيړي.

عماد الدين دوران چې له کابل څخه جلال اباد ته روان و، په ياده پېښه کې د لاسونو په برخه کې ټپي شوى دى.

هغه په ټولنيزه شبکه فيسبوک کې د خپل سوځيدلي موټر او ټپي لاسونو عکسونه اچولي او ليکلي : (( نن ماښام په لغامان کې دامريکايي پوځيانو لخوا پر موټرو اور غورځوونکي مرمۍ ويشتل کېدې چې له امله يې زه ټپي او موټر مې وسوځېد.))

عبدالضمير خاکسار ددې پېښې عيني شاهد او ټپي دى، هغه چې د خيټې په برخه کې سوځېدلى، خپل عکس پخپله پاڼه کې خپور کړى دى.

هغه ويلي : (( که د ژوند او مرګ د بهرنيو ځواکونو په لاس کې واى، نن مې به نوم سره ((شهيد)) ليکل شوى واى، خو خداى وژغورلم.))

نعمان دوست چې د خپل ورور په جنازه کې تر ګډون وروسته له لغمان څخه جلال اباد ته روان و، ياده پېښه يې پخپلو سترګو ليدلى دى.

هغه په فيسبوک کې د سوځيدلي موټر  عکس خپور کړى او ليکلي : ((دا د بهرنيو پوځونو تحفه ده. دوه موټر موږ وليدل چې لولپه يې کړل. زموږ د موټر د اړخ ښيښه يې ټوټه ټوټه کړه. اور غورځوونکي شيان يې موټرو ته غورځول.زموږ موټر ته يې هم وغورځاوه.))

بهرنيو ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.