کابل (پژواک، ١٨ لړم ٩٨) : د ملي دفاع وزارت د ميدان وردګو ولايت په دوو ولسواليو کې د عملياتو پر مهال د ١١ وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکړى دى.
د ياد وزارت لخوا د لړم په ١٨مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا عمليات ددې ولايت په چک او سيد اباد ولسواليو کې ترسره شوي دي.
بلخوا د ميدان وردګو ولايت مقام درسنيو دفتر لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغليو چې د چک ولسوالۍ ابکذار درې چينې کلي کې د هوايي بريد په ترڅ کې شپږ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
سرچينې زياته کړې، دغه راز د سيداباد ولسوالۍ په کروخېلو او يوسف خېلو سيمو کې د شپنیو عملياتو پر مهال پنځه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دغه شپنيو عملياتو کې د وسله والو طالبانو يوه قرارګا هم له منځه وړل شوې ده.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن