Language

دولت جوړونکی: پایلې دې په ټاکلې نیټه اعلان شی، پر رایو هیڅ ډوله معامله نه کوو

کابل (پژواک، ۱۸ لړم ۹۸) : ددولت جوړونکي ټیم له ټاکنیزو کمیسیونونو د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو د ژر تر ژره اعلانولو ترڅنګ ویلي، د ولس رایه اصل دی او پرې هېڅ ډول معامله او جوړجاړی نشي کېدلی.

د دولت جوړونکي ټاکنیز ټیم د سیاسي کمیټې لخوا د لړم په ۱۸مه، د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو د ځنډ په تړاو یوه خبرپاڼه خپره کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان ولسمشر او د دولت جوړونکي ټیم مشر محمد اشرف غني په داسې حال کې د ټاکنو له پروسې څخه دفاع وکړه چې د ښکاره او پ‍ټو دسیسو له کبله د ‍ټاکنو د نه شونتیا او نه ترسره کېدو خبرې ګرمې وې، ترڅو ولس له خپل روا او قانوني حق څخه چې د ټاکنو له لارې د خپل ملي زعیم ټاکل وو، محروم کړي.

سرچینې زیاته کړې، خو دولت جوړونکي ټیم د خپل مشر له دغه قانوني او ملي دریځ څخه په کلکه ملاتړ وکړ چې نن د افغانستان ولسونه وتوانېدل د ټولو امنیتي ګواښونو پر وړاندې یو ځل بیا دې ملي او تاریخي آزمايښت څخه بریالي راووځي.

په خبرپاڼه کې راغلي،  له امنیتي ځواکونو څخه مننه کړې اوهغه هڅې یې ستایلې چې د ولسمشرې ټاکنو پر مهال یې ترسره کړې وې.

په دغه خبرپاڼه کې دولت جوړونکی ټیم د ټاکنو خپلواک کمېسیون او ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون څخه په درنښت غوښتنه کړې چې د ټاکنو نافذه قوانینو، مقرراتو او طرزالعملونو په رڼا کې د افغانستان د ولس قانونی او مشروع حق ته په درناوي سره له خپل نوي ټاکلي مهال وېش سره سم د تلې د شپږمې ‌د ټاکنو پایلې اعلان کړي.

سرچینې زیاته کړې، له کوم څرګند دلیل پرته د ټاکنو د پایلو اعلان ځنډ هېواد له ګونګ حالت سره مخامخ کوي او د نه روڼتیا په صورت کې دغه ګونګ حالت د هېواد په اقتصاد او سولې پروسې ته چې  افغان ولس ته لومړیتوب لري، نیغ په نېغه زیان رسوي، همدا شان له رواني پلوه ولسونه له فشار لاندې راولي.

دولت جوړونکي ټیم ویلي :" مونږ له نورو سیالو ټاکنیزو ټیمونو څخه هم احترامانه هيله کوو چې د قوانینو، کړندودونو، طرزالعملونو، لایحو او ټاکنیزو مقرراتو ته چې له وړاندې منل شوي دي، پوره درناوی وکړي او په خپلو ورځینو عادت شوو پلمو دې د خلکو د روانی رنځ، ولس امنیت، ملي اقتصاد او د سولې پروسې ته دې زیان نه رسوي. راځۍ! د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر ثابته کړو چې افغانان د خپلو نافذه قوانینو په چوکاټ کې په پوره روڼتیا او صمیمیت سره خپل سیاسي برخلیک معلومولی شي."

په خبرپاڼه کې راغلي، دولت جوړونکی ټیم له ټولو ټاکنیزو ټیمونو څخه غوښتنه کوي چې له شواهدو، دلایلو او لاسوندونو پرته له غیر مسولانه څرګندونو ډډه وکړي او د ۱۳۹۸کال د ولسمشرۍ نوماندانو د کړنلارو په پام کې نیولو سره د ټاکنو په پروسه کې د روڼتیا د تضمین په موخه له ټاکنیزو کمېسیونونو سره مرسته وکړي او د ټاکنو اړوند  قوانینو، کړندودونو ، طرزالعملونو، لایحو او مقرراتو په مراعتولو سره د ټاکنیزو کمېسیونونو په چارو کې لاس وهنه ونکړي، ترڅو د ټاکنو پروسې د خنډ او ګډوډی لامل ونه ګرځي. هر نوماند اړ دی چې له هر ډول دروغجنو، فتنه جوړونکو او احساساتو پارونکو څرګندونو څخه ډډه وکړي.

سرچینې ویلي، دولت جوړونکی ټاکنیز ټیم د افغانستان له ټولو متحدو هېوادونو څخه چې له کلونه راهیسې افغانستان سره د اقتصاد پر وده، د تروریزم پر وړاندې مبارزې، دولتي او ولسواکۍ بنسټونو په جوړښت کې یې مرسته کړې، مننه کوي. همدا شان له هغوی ‍څخه په درنښت او جدیت غوښتنه کوي چې له افغان ولس سره د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو د ژر اعلان پر وړاندې د خنډ‌ونو په له منځه وړلو کې هم مرسته وکړي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، دولت جوړونکی ټیم خپلو پرلپسې او پراخو مشورو ته دوام ورکوي او ټینګار کوي چې دوی لپاره ولسواکي او د ولس رایه اصل دی، هیڅ ډول معامله او جوړجاړی پرې نشي کېدلی.

 دولت جوړونکی ټیم د ټاکنو خپلواک کمېسیون خپلواکۍ ته په کتو، له دغو کمېسیونونو څخه په کلکه او خورا درناوی غوښتنه کوي چې د ټاکنو د پایلو د جمعه کولو بهیر د ټاکنو د قانون، طرزالعملونو او لایحو په رڼا کې په ګړندیتوب سره سرته ورسوي او د خپلو قانونی واکونو په درلودلو سره د ټاکنو پایلې د لړم میاشتې په ۲۳مه نېټه د افغانستان ولس ته اعلان کړي.

login or register a new account.

Related Topics