کابل (پژواک، ١٩ لړم ٩٨): د افغانستان د ملي امنيت شورا هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې د افغانستان حکومت له طالبانو سره د خبرو لپاره کوم هېواد ته پلاوی استولى دى.
له دې مخکې داسې اوازې وې او ځينو رسنيو خبر ورکړى و چې ګواکې د افغانستان حکومت یو پلاوی متحده عربي امارات، چين او يا هم قطر ته تللى او هلته يې له طالبانو سره پټې خبرې کړې دي.
خو د ملي امنيت شورا وياند کبير حقمل داسې اوازې او راپورونه ردوي او وايي چې هېڅ پلاوى په دې موخه کوم هېواد ته نه دى تللى.
هغه د لړم په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((موږ د سولې په تړاو هره خبره له ولس سره شريکوو او په دې اړه مو تل روښانه دريځ نيولى دى.))
بلخوا په قطر کې د طالبانو د دفتر وياند سهيل شاهين هم دغه ډول راپورونه او پټې خبرې رد کړې دي.
هغه پژواک ته وويل، هغه خبرونه حقيقت نه لري چې ګواکې د حکومت کوم پلاوی قطر ته له طالبانو سره د خبرو لپاره ورغلی دى.
دا اوازې هغه مهال خپرې شوې چې د افغانستان د ملي امنيت شورا او بهرنيو چارو وزارت يو ګډ پلاوى چين ته سفر وکړ او د چين د بهرنيو چارو وزارت له مسوولينو سره يې ناستې درلودلې.
خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ګران هېواد پژواک اژانس ته وويل چې دغه سفر له پخوا تنظيم شوى و او د سولې له روانو خبرو او هڅو سره يې هېـڅ تړاو نه درلود.
login or register a new account.