کابل (پژواک، ١٩ لړم ٩٨): د افغانستان پر بیارغونې د امریکا د څار اداره 'سیګار' وايي چې له ٢٠٠٢ زېږديز کال راهيسې تر دې مهاله امریکا په افغانستان کې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې ۸.۹۴ میلیارده ډالر لګولي دي.
'سیګار' په خپل تازه راپور کې ادعا کړې ده چې په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ زېږديز کلونو کې د غیر قانوني نشه يي توکو ارزښت نسبت د دغه هېواد د قانوني صادراتو د تولید ارزښت نه زیات و.
په راپور کې زياته شوې، په ۲۰۱۸ کال کې په دغه هېواد کې د کوکنارو په کښت کې له ۲۰سلنې کموالې سره سره افغانستان له ۱۹۹۴ کال راهیسې د نشه يي توکو دويم ستر تولیدوونکی هېواد دی.
دې ادارې همدارنګه ټینګار کړى چې د کوکنارو د کښت کموالی د باران د نشتوالي له امله و، بلکې نه له نشه يي توکو سره د مبارزې له امله.
سيګار زیاته کړې، هغه کسان چې په افغانستان کې د کوکنارو په کښت او یا هم کاروبار او یا یې غیر قانوني تجارت کې لاس لري، شمېر یې د افغانستان تر ملي اردو او امنیتي سرتېرو څخه زیات دی.
خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د سیګار له دې ادعا سره موافق نه دی.
د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستيال مرزا محمد یارمند بیا ويلي: "د امریکا متحده ایالاتو پر اصلي دلایلو او د دې موضوع پر اصلي جرړې باندې تمرکز نه دی کړى، خلک دلته 'افغانستان' ته راغلي څه ناڅه پانګونه یې کړې ده، خو دغه پانګونه بې ځایه شوې ده. "
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن