Language

بغلان کې په یوه ترافيکي پېښه کې ١٧ کسان مړه شوي

پلخمري (پژواک، ۲۱ لړم ۹۸): ځايي چارواکي وايي چې د بغلان د خوست ولسوالۍ په يوه غرنۍ سيمه کې د موټر چپه کېدو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۷ کسان مړه او څلور نور ټپيان شوي دي.

د خوست ولسوالۍ ولسوال لطف الله عاطف د لړم په ۲۱مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پېښه نن سهار د بلفي کوتل په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، د سپرليو يو فلاينکوچ موټر له خوست ولسوالۍ د ولايت مرکز پلخمري ته پر لاره وو چې په ياد کوتل کې له سړکه وتلی او لاندې لوېدلى دى.

ولسوال وايي، په دې پېښه کې ١٧ کسان مړه شوي چې پنځه ښځې او پنځه ماشومان هم په قربانيانو کې شامل دي.

د نوموړي په وينا، د پېښې ټپيان د پوليسو له خوا د ولسوالۍ کلینیک ته لېږدول شوي دي.

د خوست ولسوالۍ د نانچر لېسې مدير سيد انور چې د پېښې ځای ته ورغلی و، پژواک خبري اژانس ته وویل، د بلفي کوتل پېښې په مړو کې څلور ښځې او شپږ ماشومان شامل دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.