Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې پر امریکايي ځواکونو موټربم برید شوی

پل علم (پژواک، ٢١ لړم ٩٨): د لوګر په مرکز پل علم کې د امريکايي ځواکونو د موټرو پر کاروان موټربم بريد شوى خو د مرګ ژوبلې په اړه يې تر اوسه معلومات نشته.

د لوګر د مرکز پل علم د پادخاب شانې سيمې اوسېدونکي عبيدالله پژواک ته وويل چې نن له غرمې مخکې شاوخوا ١١ نيمې بجې د دوى په سيمه کې د امريکايي ځواکونو کمپ ته نږدې د موټربم بريد وشو.

هغه وايي: ((ډېره درنه چاودنه وه، نږدې کورونه يې هم ولړزول.))

په دې اړه د لوګر د والي وياند ديدار لونګ پژواک ته وويل چې د امريکايي ځواکونو کمپ ته نږدې چاودنه شوې ده.

هغه زياته کړه: ((د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه لرو او دا هم معلومه نه ده چې موټربم و او که د کوم بل شي بريد و.))

امريکايي ځواکونه هم دغه بريد تاييدوي.

په کابل کې د امريکايي ځواکونو وياند پژواک ته وويل چې نن له غرمې مخکې د لوګر په مرکز پل علم کې د دوى د موټرو پر کاروان موټربم بريد شوى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې هېچا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او يواځې بريدګر له منځه تللى دى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.