کابل (پژواک، ۲۴ لړم ۹۸): د تخار ولایت د ورسج ولسوالۍ امنیه قوماندان محمد افضل له خپلو درېیو ساتونکو سره د بغلان ولایت په خوست ولسوالۍ کې ووژل شو.
د بغلان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال ویس احمد صميمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې محمد افضل او د هغه درې ساتونکي نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې د بغلان د خوست ولسوالۍ په پلفي کوتل کې په یو کمین کې وژل شوي دي.
د ویس د معلوماتو له مخې، محمد افضل چې د بغلان ولایت د جلګې ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و، په رېنجر موټر کې ورسج ته پر لاره و، چې له کمین سره مخ او ووژل شو.
د بغلان د خوست ولسوالي د تخار له ورسج ولسوالۍ سره ګډه پوله لري.
یو تن ځایی اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې واخيستل شي، هم دغه خبر تایید کړ او ویې ویل چې د محمدافضل موټر هم سوځېدلی دی.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP