Language

“سږ کال غزني کې د ملکي وګړو په ګډون ۲۲۴۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده”

غزني ښار (پژواک، ٢٥ لړم ٩٨): د غزني والي وايي چې د روان کال له پيله په دغه ولايت کې د ملکي وګړو په ګډون ٢٢٤٩ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه څرګندونې د غزني والي وحيدالله کليمزي د لړم په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وکړې.

هغه وويل چې د امنيتي ځواکونو د عملياتو له امله سږ کال په دغه ولايت کې د طالبانو د مرګ ژوبلې کچه د نورو کلونو په پرتله ډېره لوړه ده.

ده زياته کړه چې د روان کال په اوږدو کې د ٧٠ قوماندانانو په ګډون ١٦٠٠ طالبان وژل شوي او ٢٦٧ نور ټپيان شوي دي.

هغه وايي: ((په دې کې زياتره يې خارجيان دي او ٣٤ مهم طالبان مو ژوندي هم نيولي دي.))

د والي د معلوماتو له مخې، سږ کال له طالبانو د ده يک، خواجه عمري او جغتو ولسوالۍ هم بېرته نيول شوې دي.

دغه راز کليمزي وويل چې د روان کال په اوږدو کې په دغه ولايت کې ٦٣ امنيتي سرتېري او ٧٢ ملکي وګړي وژل شوي او ٦٠ امنيتي سرتېري او ١٨٧ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

ده زياته کړه: ((موږ کوښښ کوو چې د طالبانو پر وړاندې دغه عمليات جاري وساتو، څو په دغه ولايت کې امنيتي وضعيت ښه شي.))

بلخوا د والي د يادو څرګندونو په اړه د غزني ښار اوسېدونکي سيد عبدالله پژواک ته وويل چې څه باندې دوه زرو کسانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو مسئله بايد عادي ونه نيول شي.

هغه وايي: ((دا وژل شوي کسان ټول افغانان دي، دا کومه وړه خبره نه ده، دا لړۍ بايد نوره ودرول شي، حکومت او طالبان بايد نور سوله وکړي.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو ا وسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومت او طالبانو يې د اوربند غوښتنه وکړه.

بل لور ته طالبان هم په غزني کې د درنې مرګ ژوبلې څرګندونې تاييدوي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.