Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتیکا کې د افغانۍ بانک نوټونو دودولو په موخه کمپاین پیل شو

ښرنه (پژواک، ٢٥ لړم ٩٨): په پکتيکا کې د افغانۍ بانک نوټونو دودولو په موخه د پنځو ښوونځيو پر زده کوونکو هغه بکسونه، قلمونه او کتابچې ووېشل شول چې د افغانيو د ارزښت په موخه شعارونه پرې ليکل شوي دي.

دغه کمپاين د لړم په ٢٥مه په مرکز ښرنه کې د کشيوالو کلي د نجونو له نورانيه ښوونځي څخه پيل شو.

د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته په دغه ولايت کې د افغانستان بانک رييس فضل الرحمن وياړ وويل چې د افغانيو بانک نوټونو دودولو په موخه بايد ټول اړينې هلې ځلې وکړي.

هغه وايي: ((د افغانيو د رايجولو په موخه موږ نن پر يو شمېر زده کوونکو هغه بکسونه، کتابچې او قلمونه و ويشل چې د افغانيو د ازرښت په اړه پرې شعارونه ليکل شوي دي.))

نوموړي د دغه ولايت له اوسېدونکو غوښتنه وکړه چې د پېر او پلور پر مهال د نورو هېوادونو د کرنسۍ پر ځای له افغانيو ګټه پورته کړي، تر څو افغانۍ دود پیدا کړي او د نورو هېوادونو د پیسو مخنیوی وشي.

دغه راز د پکتیکا د پوهنې تدریسي مرستیال محمد نسیم واجد د افغانستان بانک د دغه اقدام د هرکلي ترڅنګ وويل چې د هېواد هر وګړی باید د افغانۍ دودولو په موخه تر خپل وسه هڅه وکړي.

واجد زیاته کړه چې یاد کمپاین د اوس لپاره د دغه ولایت په پنځو ښوونځیو کې پلی کېږي، خو هغه غوښتنه وکړه چې یاده لړۍ دې ولسوالیو ته هم وغځول شي.

همدارنګه د نجونو د نورانیه ښوونځي د والدینو شورا غړي شېر احمد هم د افغانستان بانک او پوهنې ریاست له مسوولینو مننه وکړه چې خپل ملي هویت افغانۍ ته کار کوي او په همدې موخه یې کمپاین له ښوونځیو راپیل کړی دی.

د پکتيکا ولايت يوه هټۍ وال نورخان پژواک ته وويل چي په دغه ولايت کې ډېره راکړه ورکړه پر پاکستانۍ کلدارو ترسره کېږي.

ده وويل: ((دلته له ټولو خلکو سره کلدارې دي، کله چې سودا اخلي نو موږ ته کلدارې راکوي، هره مياشت هم خلک د کلدارو له لاسه تاوان کوي هم موږ تاوان کوو.))

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم حکومتي مسوولينو څو ځلې هڅه کړې ترڅو په ولايتونو کې د کلدارو او نورو پرديو کرنسيو د چلېدو مخه ونيسي خو تر ډېره په دغه برخه کې نه دي بريالي شوي.

د يادونې ده، د پکتيکا ترڅنګ په پکتيا، خوست، ننګرهار، کندهار، کونړ، لغمان او يو شمېر نورو ولايتونو د ورځنۍ راکړې ورکړې ډېره برخه پر پاکستاني کلدارو ترسره کيږي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.