Language

جان باس: د انس حقاني تبادله په کابل او لوګر کې د بریدونو له امله پاتې شوه

کابل (پژواک، ٢٦ لړم ٩٨): په کابل کې د امريکا سفير د ولسمشر اشرف غني د هغې پرېکړې ملاتړ کړى چې له طالبانو سره يې د بنديانو د تبادلې پروسه ځنډولې ده.

تېره اوونۍ ولسمشر اشرف غني اعلان وکړ چې په کابل کې د افغان امريکايي پوهنتون د دوو استادانو (يو امريکايي او يو اسټراليايي) په بدل کې د طالبانو درې مهم غړي چې يو په کې د حقاني ورور انس حقاني هم دی، خوشې کوي.

سرچينې وايي چې د درېيو طالب بنديانو د خوشې کولو پروسه په وروستيو مرحلو کې وه، نوې جامې ورکړل شوې وې، له کورنيو سره يې اړيکې هم نيولې وې او ويل کېږي چې له بګرام هوايي ډګره روان کړى شوي وو، خو په وروستيو شېبو کې دوى بېرته وګرځول شول.

په کابل کې د امريکا سفير جان باس د لړم په ٢٦مه په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي چې امريکا د ولسمشر اشرف غني د هغه اقدام چې د دغو بنديانو د خوشې کولو په اړه يې کړې وه، ملاتړ کړى او دا يې د سولې پروسې لپاره مهم ګام ګڼلى و.

خو هغه اوس ويلي چې دوى د ولسمشر غني له خوا د دغو بنديانو د خوشې کولو پروسې د ځنډولو هم  ملاتړ کوي.

د امريکا سفير وايي،  د بنديانو د تبادلې پروسه د لړم په ٢١مه او ٢٢مه په کابل او لوګر کې د طالبانو د بريدونو په غبرګون کې ځنډول شوې ده.

په کابل کې د کورنيو چارو وزارت موټر په ځانمرګي بريد کې د ښوونځي د درېيو ماشومانو په ګډون ١٢ کسان ووژل شول او تر ٢٠ زيات ټپيان شول.

دغه راز په لوګر ولايت کې هم پر امريکايي ځواکونو ځانمرګى بريد وشو، خو مرګ ژوبله يې نه لرله.

د  امريکا سفير جان باس ويلي، سوله کول سختو پرېکړو ته اړتيا لري، خو دغه کار په دقيقه توګه ځمکنيو حقايقو ارزولو ته هم اړتيا لري.

هغه زياته کړې: ((د افغانستان د ستراتيژيک همکار په توګه موږ به له افغان حکومت سره د راتلونکو اقداماتو په اړه له نږدې نږدې کار کوو.))

انس حقاني په ٢٠١٤ کال کې په بحرين کې له نيول کېدو وروسته قطر او بيا افغانستان ته ولېږدول شول او د افغانستان له حکومت سره بندي و.

په ٢٠١٦ کال کې وسله والو طالبانو په کابل کې د افغان امريکايي پوهنتون دوه استادان وتښتول او د هغوى د خوشي کولو په بدل کې يې د انس حقاني خوشې کول وغوښتل.

login or register a new account.