کندوز ښار (پژواک، ٢٦ لړم ٩٨): د کندوز والي د اداري فساد نه کولو او خلکو ته د صادقانه خدمت په موخه د دغه ولايت ولسوالانو او ښاروالانو ته په قران کريم لوړه ورکړه.
د کندوز د والي وياند عصمت الله مرادي د لړم په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د کندوز والي عبدالجبار نعيمي د دغه ولايت ولسوالان او د مرکز او ولسواليو ښاروالان مرکز ته دعوت کړى وو.
هغه وايي: ((په دې غونډه کې والي صاحب يادو ټولو کسانو ته په الهي کلام قسم ورکړ چې اداري فساد به نه کوي، خلکو ته به صادقانه خدمات وړاندې کوي او خپلې وظيفې ته به ژمن اوسي.))
د نوموړي په وينا، يادو حکومتي مسوولينو په دې غونډه کې ژمنه وکړه، داسې کوم کار به نه کوي چې په دنيا او اخرت کې د دوى د خجالتۍ لامل شي.
دغه راز په دې اړه د ګل تېپې ولسوال نبي الله کاکړ پژواک ته وويل، د والي په حضور کې د سوګند په يادولو سره يې يو ځل بيا ژمنه وکړه چې خلکو ته به صادقانه خدمت کوي.
هغه وايي: ((موږ ټولو قسم وکړ چې هېڅ ډول فساد به نه کوو، خلکو ته به ښه خدمات وړاندې کوو او له دولت او خلکو څخه به کلک ملاتړ کوو.))
بل لور ته د کندوز ښار اوسېدونکي احمد جاوېد پژواک ته وويل چې د والي دغه اقدام د ستايلو دى.
ده زياته کړه: ((په بل رقم خو يې فساد نه پرېښوده، که اوس د قران کريم لحاظ وکړي او فساد پرېږدي، نو دا يو ډېر ښه کار دى.))
د يادونې ده، شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د کندوز والي د دغه ولايت رهبري او رييسانو ته هم ورته سوګند ورکړ، څو له اداري فساد څخه لاس واخلي.
login or register a new account.