Language

فطرت: د ثبات او همپالنې ټاکنيزې ډلې پلويانو زموږ کارکوونکي ډبولي

کندوز ښار (پژواک، ٢٦ لړم ٩٨): د کندوز د ټاکنو کمېسيون رييس وايي چې د ثبات او همپالنې ټاکنيزې ډلې پلويان د دوى دفتر ته دننه شوي، څوکۍ او مېزونه يې مات کړي او د کمېسيون ځیني کارکوونکي يې هم ډبولي دي.

د ټاکنو کمېسيون د ځينو ستونزو له امله تېره اوونۍ د رايو د بياشمېرنې پروسه وځنډوله خو پرون يې پرېکړه وکړه چې دغه پروسه به نن بېرته په ټولو ولايتونو کې پيلوي.

د دې پروسې له يو ځل بيا پيلېدو سره د ثبات او همپالنې ټاکنيزې ډلې ترڅنګ يو شمېر نورو ټاکنيزو ډلو هم مخالفت وکړ چې د کندوز په ګډون په يو شمېر نورو ولايتونو کې يې هم هڅه وکړه څو دغه پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.

په دې اړه د کندوز د ټاکنو کمېسيون رييس نورالدين فطرت د لړم په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون له هدايت سره سم دوى نن سهار مهال د رايو بيا شمېرنه پيل کړې ده.

خو دى وايي: ((لس بجې به وې چې د ثبات او همپالنې ټاکنيزې ډلې يو شمېر غړي او پلويان زموږ دفتر ته ننوتل، مېزونه او څوکۍ يې مات کړل او زموږ يو شمېر کارکوونکي يې وډبول.))

ده زياته کړه چې د يادې ستونزې پيدا کېدو له امله د نيم ساعت لپاره د دوى کار وځنډېد خو اوس بېرته د رایو بیا شمېرنه په نورمال ډول روانه ده.

د فطرت په وينا، د رايو د بياشمېرنې له پروسې د فيفا او تيفا ټاکنيزو بنسټونو ترڅنګ د بشري حقونو کمېسيون، د ټاکنیزو شکايتونو کمېسيون استازي او د ځينو کانديدانو ناظرين څارنه کوي.

په دې اړه د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند انعام الدين رحماني پژواک ته وويل چې دا مهال د کندوز د ټاکنو په کمېسيون کې کومه ستونزه نشته.

هغه وايي چې د امنيتي ځواکونو له لوري د کندوز د ټاکنو کمېسيون لپاره ځانګړي امنيتي تدابير نيول شوي دي.

نوموړي دا هم وويل چې د چهاردرې ولسوالۍ له لوري د ټاکنو کمېسيون خوا ته درې د هاوان مرمۍ توغول شوې چې په ترڅ کې يې يواځې يو ماشوم وژل شوى او نور چا ته کوم زيان نه دى اوښتى.

په کندوز کې د ثبات او همپالنې ټاکنيزې ډلې غړو د يادې پېښې په اړه له څه ويلو ډډه کوي.

بل لور ته په حواله رسنيو کې داسې ويډيوګانې هم خپرې شوې دي چې يو شمېر کسانو د کندوز د ټاکنو کمېسيون مخې ته لاريون کړى، خو پوليس پر لاريون کوونکو اوبه شيندي او هوايي ډزې کوي.

login or register a new account.