Language

د ملي امنيت سلاکار روسيې ته تللى

کابل (پژواک، ٢٨ لړم ٩٨) : د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د ګډو ګټو لرونکو هېوادونو په ناسته کې د ګډون لپاره روسيې ته تللى دى.

د ملي امنيت شورا وياند کبير حقمل د لړم په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې مُحب به په مسکو کې د ګډو ګټو لرونکو هېوادونو د ملي امنيت د سلاکارانو په غونډه کې ګډون کوي.

هغه زياته کړه، نوموړى به په ياده ناسته کې د ګډون ترڅنګ د يو شمېر هېوادونو د ملي امنيت له سلاکارانو سره ځانګړې ليدنې هم وکړي.

حقمل وويل چې په دې ليدنو کتنو کې به دافغانستان د وروستيو حالاتو، امنيت او سولې پروسې په اړه خبرې وکړي .

د ګډو ګټو لرونکو هېوادونو سازمان په ١٩٣١ زېږديز کال کې جوړ شوى او ٥١ هېوادونه يې غړيتوب لري.

login or register a new account.