کابل (پژواک، ٢٩ لړم ٩٨): امريکا له طالبانو سره د بنديانو تبادلې د هرکلي ترڅنګ هيله څرګنده کړې ده چې دغه کار به د افغان جګړې پای کولو ته لار پرانيزي.
افغان حکومت دوه ورځې مخکې د انس حقاني په ګډون د طالبانو درې مهم غړي له بګرامه خوشې کړل او قطر ته يې ولېږدول، له دې يوه ورځ وروسته طالبانو هم د کابل د افغان امريکايي پوهنتون دوه استادان چې يو يې امريکايي او بل اسټراليايي دى، خوشې کړل.
دغه راز طالبان په دې تبادله کې لس افغان پوځي افسران هم خوشي کړي دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د بنديانو پر خوشي کېدو خوښي څرګنده کړې ده او د دغه اقدام هرکلى يې کړى دى.
هغه زياته کړې چې ياد استادان پرون له خوشي کېدو وروسته له امريکايي ځواکونو سره دي او ډېر ژر به له خپلو کورنيو سره يو ځاى شي.
پومپيو ويلي: ((هيله ده چې دغه اقدام سولې ته لا ښه لار برابره او په افغانستان کې جګړه ختمه کړي.))
بلخوا په کابل کې د امريکا سفير جان باس هم په ټويټر کې د افغان حکومت او طالبانو له خوا د زندانيانو خوشي کېدل يې مهم بشري اقدام ګڼلى دى.
نوموړي ويلي چې دغه اقدام به د افغان سولې پروسې ته ګټه ورسوي.
login or register a new account.