Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتيکا کې د یوې قبیلې د دوو کورنیو ترمنځ ٢٢ کلنه دښمني پر دوستۍ بدله شوه

ښرنه (پژواک، ٢٩ لړم ٩٨): د پکتيکا په سروبي ولسوالۍ کې د قومي جرګې په منځګړيتوب د غره پر سر د خروټو د دوو کورنیو رامنځته شوې دښمني چې په کې د دواړو لورو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، پر دوستۍ بدله شوه.

په سوېل ختيڅ زون کې د قومونو مشر حاجي سيد محمد او د اورګون ولسوالۍ د قومي شورا مشر عبدالقيوم حليمي د لړم په ٢٩مه په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وويل، د لويې پکتيا، پکتيکا او خوست کې اوس هم ډېری شخړې د قومي جرګو له لارې هوارېږي.

هغوی زياته کړه، د خروټو د اباس خېلو قوم او خروټو د يوه بل قوم ترمنځ د غره پر سره ٢٢ کاله وړاندې ستونزه راپورته شوه چې له امله يې په وسله واله نښته کې له دواړو لورو دوه- دوه کسان ووژل شول او يو شمېر نور ټپيان شوي وو.

حليمي وويل، په دې نښتو کې عامو خلکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وه او ورځ تر بلې دا ستونزه پراخېده، خو د اورګون، خروټو، ځدراڼو قومونو په ګډه جرګه يې دغه ستونزه هواره کړه او دواړه لوري يې په يو ټغره کېنول.

د خروټو قوم مشر حاجي زالو هم وويل چي د بېلابېلو قومونو په منځګړيتوب يې ياده بدي پر دوستې بدله کړه.
هغه زياته کړه، جرګې پر دواړو لورو پنځه لکه افغانۍ جريمه، دوه غوايان، پنځه څاروي د ننواتې په توګه کېښوده چې د دواړو له لوري په خوښۍ ومنل شوه او بدي يې پر دوستي بدله شوه.

د سروبي ولسوالۍ ولسوال محمد قسيم ايوبي هم د قومي مشرانو پر دغو هلو ځلو خوښي وښوده او زياته يې کړه چې د قومي مشرانو پر هڅو دا دښمني پر دوستۍ بدله شوه.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.