Language

د وحيد مژده وژنه په پراخه کچه وغندل شوه

کابل (پژواک، ٣٠ لړم ٩٨): ولسمشر اشرف غني، اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي امنيت سلاکار او ګڼ شمېر نورو سياستوالو او چارواکو د ليکوال او سياسي شنونکي وحيد مژده وژل کېدل په کلکه غندلي دي.

وحيد مژده چې د بغلان اوسېدونکى و، پرون ماښام د کابل ښار د اوومې امنيتي حوزې اړوند د دارالامان پر سړک د روسيې سفارت شا ته د خپل کور ترڅنګ د دوو موټرسايکل سپرو له خوا ووژل شو.

له ارګه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر اشرف غني د دغه ترهګریز برید د غندلو پر مهال اړوندو امنیتي، عدلي او قضایي ارګانونو مسوولینو ته د دغه برید د عاملینو د تعقیب، نیولو او مجازات په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

هغه د وحید مژده کورنۍ، دوستانو او خواخوږو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګندوي او نوموړي ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت دعا کړې ده.

بلخوا له يادې پېښې وروسته سمدلاسه اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله د وحيد مژده کور ته ولاړ او د هغه له کورنۍ سره يې غمشريکي وکړه.

د هغه له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، وحيد مژده وتلى ليکوال او شنونکى او د هېواد يوه پانګه وه او پر ترهګريزو بريدونو يې باور نه درلود.

عبدالله هم له امنيتي ځواکونو غوښتي چې د هغه د قاتلانو په نيولو کې لاس په کار شي.

د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب هم د وحيد مژده پر وژل کېدو خواشيني څرګنده کړې ده.

هغه زياته کړې: ((ډاډه يو چې عاملان به يې خپله سزا ويني، دولت د خپلو وګړو ساتنې، د هغوی مدني ازاديو (د بيان ازادي، د سياسي فعاليت ازادي او د مطبوعاتي فعاليتونو ازادي) ته ژمن دی او هېڅکله به دا ډول وحشيانه بريدونه دا ژمنتيا متاثره- اغېزمنه نه کړي.))

محب ويلي، ټولو امنيتي او کشفي برخو ته يې لارښوونه کړې چې د مژده وژونکي پيدا او د خپلو اعمالو پر سزا ورسوي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د وحيد مژده ترور غندلى او پرې يې خواشيني څرګنده کړې ده.

هغه زياته کړې: ((د ژوند کولو، بيان ازادي، د نظرونو او فکرونو ملاتړ او ساتنه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د وروستيو لاسته راوړنو څخه دى او د هېواد امنيتي ځواکونه بايد له دې حقوقو څخه دفاع وکړي.))

login or register a new account.