Language

محب: ځېني دولتونه د ترهګرو مالي ملاتړ کوي

کابل (پژواک، ٣٠ لړم ٩٨): د ملي امنيت سلاکار وايي چې په سيمه کې به تر هغه ترهګري روانه وي، څو مرکزي او سوېلي اسيا او د خليج هېوادونه يې پر ضد ګډه مبارزه او اقدامات ونه کړي.

د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب دغه څرګندونې پرون په مسکو کې د همګټو هېوادونو د ملي امنيت سلاکارانو کنفرانس ته په خپله وينا کې کړې دي.

هغه زياته کړه چې په افغانستان کې اوس هم داسې ترهګرې ډلې فعاليت کوي چې د نورو هېوادونو لخ خوا يې مالي ملاتړ کېږي.

د ملي امنيت سلاکار ويلي، د طالبانو او القاعدې ترمنځ اړيکې د طالبانو او داعش ترمنځ اړيکو په نسبت ډېر پياوړې دي.

هغه زياته  کړې: ((القاعدې به تجربه لرونکي ترهګر طالبانو ته راوړل او بيا يې له افغانستانه پر نورو هېوادونو بريدونه پلانول.))

د نوموړي په وينا، القاعده په افغانستان کې په بشپړه توګه نه ده مړه شوې.

د ملي امنيت سلاکار وويل چې افغان ملي دفاعي ځواکونه د افغانستان په شمال ختيځو ولايتونو کې له تېرو دوو مياشتو راهيسې عمليات کړي او داعش وسله وال يې ډېر کمزوري کړي دي.

محب وايي: ((په ختيځ کې د عملياتو پر مهال د ښځو او ماشومانو په ګډون د داعش ٦١٥ غړي چې ډېرى يې پاکستانيان وو، تسليم شوي دي.))

حمدالله محب ويلي، د سيمې ټول هېوادونه بايد د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د سولې له پروسې ملاتړ وکړي، څو طالبان يو ځاى شي او له دغه کار سره به د داعش په ګډون د نورو بهرنيو ترهګرو د فعاليتونو مخه ونيول شي.

هغه د همګټو هېوادونو ترمنځ د يوه ګډ امنيتي ارګانو رامنځته کولو وړانديز وکړ چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې برخه کې معلومات او تحليلونه سره شريک کړي.

login or register a new account.