کندهار (پژواک ٣٠ لړم ٩٨): څو شېبې مخکې د کندهار ښار د اوومې امنیتي حوزې اړوند په میرویس مېنه کې چاودنه شوې ده.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وايي، د دغې سیمې په یوه کور کې موټر سایکل چاودنه شوې چې یو تن په کې وژل شوی دی.
هغه زیاته کړه، له پېښې وروسته پولیس دغه کور ته ورغلي او یوه تومانچه یې هم موندلې ده.
د ده په وينا، پېښه تر پلټنې لاندې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن