کابل (پژواک، ٣ لېندۍ ٩٨): باوري سرچينې وايي چې پر ځينو موضوعاتو د اختلافاتو له امله د چين "بين الافغاني ناسته" يو ځل بيا ځنډېدلې او ښايي بېخي ونه شي.
د افغانستان لپاره د چين ځانګړي استازي درې مياشتې مخکې په کابل کې د ولسمشر اشرف غني په ګډون له حکومتي مشرانو او افغان سياسيونو او په قطر کې يې د طالبانو له استازو سره وليدل او په خپل هېواد کې يې د بين الافغاني ناستې جوړولو وړانديز وکړ.
تر ټولو مخکې طالبانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره په دې ناسته کې د ګډون بلنه ومنله او ويې ويل چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ به يو پلاوى په کې ګډون کوي.
ټاکل شوې وه دا ناسته د روان زېـږديز کال د سپټمبر په ٢٨مه ترسره شوې واى خو د افغان حکومت په غوښتنه چين دغه ناسته وځنډوله.
خو ځينې باوري سرچينې وايي چې دغه ناسته بيا ځنډېدلې او ښايي چې د ناستې پر اجنډا او نورو موضوعاتو د قوي اختلافاتو له امله دا ناسته هېڅ ونه شي.
يوې سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل چې د حکومت له خوا تر اوسه د دې ناستې پلاوى هم نه دى ټاکل شوى او ځينې نورې ستونزې هم شته دي.
د دې سرچينې د معلوماتو له مخې، د یادې ناستې په اداري او عملياتي کارونو کې هم ډېرې ستونزې لا شته او هوارې شوې نه دي.
د ولسمشر وياند صديق صديقي د چين د ناستې د نه ترسره کېدو په اړه څه نه وايي، خو زياتوي چې تر اوسه د دې بين افغاني ناستې کره نېټه نه ده په ډاګه شوې.
هغه نن (د لېندۍ په ٣مه مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې د افغانستان حکومت د سولې د ټولو هغو هڅو هرکلى کوي چې د افغانانو په مشرۍ او مالکيت ترسره کېږي.
ده زياته کړه، حکومت د چين د ناستې پر نوملړ له سياسي شخصيتونو او ډلو سره سلا مشورې کړې دي.
د ولسمشر وياند وويل: ((د چين ناسته هم د نورو پخوانيو ناستو په څېر د تفاهم او باور رامنځته کولو لپاره يوه بين الافغاني ناسته ده، مذاکرات نه دي.))
د افغانستان د ملي امنيت شورا له دې مخکې ويلي وو چې په چين کې د بين الافغاني ناستې پر جزئياتو خبرې روانې دي، په هغه صورت کې چې د منلو وړ معيارونه يې په پام کې نيولي وي، په کې به د ګډون په اړه پرېکړه وشي.
login or register a new account.