کندهار (پژواک، ٣ لېندۍ ۹۸): وسله والو په یوه غلچکي برید کې د کندهار د امنیې قوماندانۍ د تروریزم مدیریت د کشف مسوول په یوه غلچکي برید کې وژلی دی.
دغه پېښه پرون مازدیګر د کندهار ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په ساحه کې رامنځته شوې ده.
يوې امنیتې سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، د کندهار د امنیې قوماندانۍ د تروریزم مدیریت د کشف مسوول محمد نبي نن مازدیګر له خپلې دندې کور ته روان و چې د کندهار ښار د مرکزي امام بارګاه پر سړک ورباندې برید وشو.
هغه زیاته کړه، په دغه برید کې نوموړی وژل شوی او برید کوونکي تښتېدلي دي.
وسله والو طالبانو د دغه قتل مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
په کندهار کې له تېرې څه مودې راهیسې د هدفي وژنو لړۍ زور اخیستی چې تر ډېره په کې نظامي مسوولین او دولتي کارکوونکي په نښه کېږي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP