کابل (پژواک، ٣ لېندۍ ٩٨): پژواک ته ځينو باوري سرچينو ويلي چې د افغان سولې په تړاو په ځينو رسمي او غير رسمي ناستو کې د " ملي مصلحت حکومت " پر جوړېدو هم بحثونه شوي دي.
پژواک اژانس ته په پنځو (پي ډي اېف) پاڼو کې د دغه حکومت د څرنګوالي، غړو او کابينې په اړه هم معلومات ترلاسه کړي دي.
په دغو اسنادو کې راغلي، د دغه ډول حکومت مشر به پنځه مرستيالان ولري، د دې ترڅنګ به د (له نظام څخه د ساتنې او مصلحت ملي شورا) تر نامه لاندې د هېواد له سياسي شخصيتونو جوړه شورا وړانديز شوې ده.
دغه راز د دې بڼې حکومت له جوړېدو وروسته له طالبانو سره ١٩ کسيزه مرکچي پلاوى هم وړانديز شوى چې په کې د ټولو سياسي ډلو، مدني فعالانو، ښځو او نورو ته برخه ورکړل شوې ده.
په دې اسنادو کې راغلي چې مصلحتي حکومت به ٣٥ تنه کابينه لري چې اکثره د اوسني حکومت، پخوانيو حکومتونو کسان، د ولسمشرۍ نوماندان او ځيني نور کسان په کې د وزيرانو په توګه ټاکل شوي دي.
يوې باوري سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د لېندۍ په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مصلحتي حکومت وړانديز د چين د ولسي جمهوريت له خوا شوى و.
سرچينې زياته کړې، په پلان کې وه چې پر دغه وړانديز د چين په بين الافغاني ناسته کې بحث وشي چې دغه کار د چين د ناستې ځنډېدو او يا هم بېخي نه ترسره کېدو لامل هم شي.
login or register a new account.