کابل (پژواک، ٣ لېندۍ ٩٨): ولسمشر اشرف غني وايي، د بهرنيو چارو وزارت کارکوونکي باید د دولت د لیدلوري او پالیسیو پوهاوی ولري او په بهرنيو هېوادونو کې د افغانستان د منفي شهرت لامل نه شي.
له ارګه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني د بهرنیو چارو وزارت د وضعیت ارزولو په موخه پرون ماښام د دغه وزارت اجراات او کړنې وارزولې.
سرچينې زياته کړې، په دې غونډه کې چې په ارګ کې وشوه، په پیل کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ادریس زمان او د دغه وزارت مرستيالانو په یاد وزارت کې د اصلاحاتو او چارو د غوره تنظیم راپور ولسمشر ته وړاندې کړ.
د غونډې ګډونوالو وویل، په بهرنیو چارو وزارت کې باید د خدمت پر معیارونو او له هېواده بهر د افغانستان په نمایندګیو کې د دندو پر لایحه او طرحې کار وشي.
ولسمشر غني د یاد راپور له اورېدو وروسته په دغه وزارت کې د واضح اصلاحاتو د بستې پر تطبیق ټینګار وکړ او ویې ویل، په بهرنیو چارو وزارت کې د وظیفې ترسره کولو اساسي معیارونه وړتیا او کفایت دی.
ده زياته کړه: ((زموږ ډیپلوماتیک کدرونه باید له هېواده بهر د افغانستان د منفي شهرت لامل نه شي.))
ولسمشر غني بهرنیو چارو وزارت کارکوونکو لپاره د اقتصادي مسایلو پوهاوی او زده کړه مهمه وبلله او وې ویل، د دغه وزارت کارکوونکي باید د دولت د لیدلوري او پالیسیو پوهاوی ولري او د هېواد د بهرني سیاست پنځه حلقې وپېژني.
هغه زياته کړه: ((زموږ د ملي ګټو تامین د سیمې د سم وضعیت په درک پورې تړلی دی، افغانستان د سیمې د منفي سیالیو د ډګر پرځای باید د مثبتو همکاریو پر ډګر بدل شي، دغه راز دې زموږ ډیپلوماټان د سیمې د هیوادونو له منافعو څخه درست درک ولري.))
login or register a new account.