Language

په  کندوز کې  پنځه امنيتي سرتېري وژل شوي او لس نور ټپيان دي

کندوز ښار (پژواک، ٣ ليندۍ ٩٨): د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د طالبانو د بريد له امله پنځه امنيتي سرتېري وژل شوي او لس نور ټپيان شوي دي.

د دشت ارچي ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې د ليندۍ په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دغو بريدونو کې څلور د ملي اردو سرتېري او يو پوليس وژل شوي او شپږ د ملي اردو سرتېري او څلور پوليس ټپيان شوي دي.

دغه راز په کندوز کې د ٢١٧ پامير قول اردو مرستيال وياند هادي جمال هم وايي چې تېره شپه په دشت ارچي ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.

خو دى وايي چې په دغه جګړه کې د دشت ارچي ولسوالۍ د نظامي کمېسيون د مرستيال مولوي بشير په ګډون لس طالبان وژل شوي او اووه نور يې ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وينا، په دغه جګړه کې يو د ملي اردو سرتېرى وژل شوى او څلور نور ټپيان شوي دي.

بل لورته وسله وال طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تېره شپه طالبانو د دشت ارچي بازار ته څېرمه د حکومتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي چې په ترڅ کې يې ١٢ حکومتي سرتېري وژل شوي او نهه نور ټپيان شوي دي.

د مجاهد په وينا، په دغه جګړه کې د حکومتي سرتېرو يو شمېر وسلې او مهمات هم د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

نوموړي په دغه جګړه کې د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده چې د تېرې اوونۍ په وروستيو کې وسله والو طالبانو په امام صاحب ولسوالۍ کې د امنيتي سرتېرو پر پوستې بريد کړى و چې له امله يې ١٣ امنيتي سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي وو.

login or register a new account.