کابل (پژواک، ٤ لېندۍ ٩٨): ملګرو ملتونو د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو نړیوالې ورځې د نمانځنې او د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي پر وړاندې د ۱۶ ورځني کمپاین له پیل سره سم پر حکومت او افغانانو غږ وکړ چې د جنسي او پر جنسیت ولاړ تاوتریخوالي د پای ته رسولو او اړوند جرمونو پر وړاندې د معافیت د له منځه وړلو لپاره نورې ډېرې هڅې وکړي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر له خوا د لېندۍ په ٤مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، سږ کال "نړۍ نارنجي کړئ: د نسل برابري د جنسي تېري پر وړاندې مبارزه کوي" شعار دی چې د جنسي تېریو او له جنسي تاوتریخوالي سره د مخامخ شوو کسانو او په دې برخه کې د مبارزه کوونکوغږ په بدرګه کولو او ملاتړ تمرکز لري.
په خبرپاڼه کې راغلي، جنسي او د جنسیت پر بنسټ ولاړ تاوتریخوالی چې زبرزنا، ځورونه او کړونه په کې راځي هم د سولې او هم د جګړې پر مهال پېښېږي. دغه ډول تاوتریخوالی په بشپړ ډول د ښځو ټول بشري حقونه اغېزمنوي او د ډول ډول پیغور، تبعیض او روحي ځورېدو سبب کېږي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرهم دی، وايي: "موږ له دغه ډول پېښو سره د مخامخ شوو افغان ښځو پیاوړی غږ اورو. په داسې حال کې چې په خپلو ټولنو کې د دوی امنیت ته ننګونې او خطرونه متوجه دي، دوی د جنسي تاوتریخوالي او د جنسیت پر بنسټ ولاړ تاوتریخوالي پر وړاندې مبارزې ته را پورته شوې دي.
یاماموتو زیاته کړه: "روان معافیت او د جنسي تاوتریخوالي او د جنسیت پربنسټ ولاړ تاوتریخوالی عادي والی زیاتیدل باید پای ته ورسیږي. "
ملګري ملتونه د افغان حکومت په ځانګړي ډول د لویې څارنوالۍ هڅې ستايي چې د جنسي تېري او زبرزنا ترسره کوونکي یې پوښتنو ګروېږنو ته را کاږل.
سرچينې زياته کړې، دغه ډول کړنې دا پیغام ورکوي چې دغه ډول چلند جرم او د نه منلو وړ دی.
دغه ډول کړنې د جنسي تاوتریخوالي قربانیان او عام خلک پر عدلي او قضايي سیستم باوري کوي او د دوامداره پرمختیا او سولې په برخه کې د افغانستان لپاره مهم دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو چارو ادارې استازې، الیتا میلر په دې اړه ويلي: "افغان مېرمنې او نجونې د جګړې او جنسیتي نابرابرۍ د اغیزو په ګډون، له بشري حقونو څخه په پراخه کچه سرغړونې او دوامداره تاوتریخوالی تجربه کوي."
هغې زياته کړې، په داسې حال کې چې د ښځینه څارنوالانو او قاضیانو په شمیر کې د زیاتوالي په ګډون، ځینې پرمختګونه شوي، خو لاهم ډیر کار پاتې دی.
دې ويلي: "موږ منو چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو قانون ته روانه بیا کتنه دا هیله ورکوي، چې دا چاره به قانوني چوکاټ لاپسې پیاوړی کړي. موږ پرحکومت غږ کوو، چې ددغه قانون د بشپړ عملي کولو لپاره خپلې هڅې زیاتې او د ښځو او نجونو په وړاندې د ترسره شویو جرایمو معافیت پای ته ورسوي."
په خبرپاڼه کې راغلي، په تېرو ۱۲ میاشتو کې د ښځو چارو وزارت، لویه څارنوالي، د افغانستان ملي پولیس، ستره محکمه او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د ښځو او نجونو په وړاندې د تاوتریخوالي ادعا شوې پیښې چې قتل، ناموسې وژنې، جنسي تیري، زبرزنا، وهل ټکول او په کم عمر ودولو پیښې پکې شاملې دي مستندې کړی دي.
login or register a new account.