Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لوګر د مدني ټولنو مشر د ملي امنیت له خوا نیول شوی

پل علم (پژواک، ٤ لېندۍ ٩٨): د لوګر دولتي چارواکي وايي چې د ملي امنيت ځواکونو د دغه ولايت د مدني ټولنو مشر نيولی او دا مهال څېړنې ترې روانې دي.

شاوخوا دوه اوونې وړاندې ګارډين ورځپاڼې او طلوع نيوز ټلويزيون د لوګر د مدنې ټولنو د رييس موسى محمودي له قوله داسې راپورونه خپاره کړل چې د دغه ولایت په مرکز پل علم کې د شپږو ښوونځيو پر ٥٥٠ زده کوونکو باندې د ښوونکو، سرښوونکو او نورو مسوولينو له لوري جنسي تېري شوي دي.

د محمودي د دغو څرګندونو په غبرګون کې د لوګر اوسېدونکو لاريونونه او اعتراضونه وکړل او د نوموړي د نيول کېدو غوښتنه يې وکړه.

د لوګر د والي وياند ديدار لونګ نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې موسى محمودي د يادو څرګندونو د سپيناوي په موخه د امنيتي ځواکونو له لوري په کابل کې نيول شوی دی.

ده وويل: ((محمودي تر تحقيق لاندې دى، څو دغه قضيه روښانه شي.))

دغه راز د لوګر د ولايتي شورا غړي سيد قريب الله سادات پژواک ته وويل چې د ملي امنيت ځواکونو موسی محمودي درې ورځې وړاندې نيولی دی.

هغه وايي: ((د پوهنې وزارت، د ملي شورا او د ولايت پلاويو په دې اړه څېړنې وکړې او ټولو دا معلومه کړه چې د محمودي څرګندونې بې ځايه او د لوګر ولس ته توهين دى.))

هڅه مو وکړه چې د محمودي د نيول کېدو په اړه د کورنۍ له غړو سره يې هم خبرې وکړو خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

خو څو ورځې وړاندې خپله موسى محمودي پژواک ته ويلي وو چې ګارډين او طلوع نيوز د ده خبرې ناسمې خپرې کړې دي.

د يادونې ده، موسى محمودي په لوګر ولايت کې د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فيفا) او د مدني ټولنو رييس دى.

محمودي د لوګر د څرخ ولسوالۍ اوسېدونکى دى، خو له تېرو اووه کلونو راهيسې په کابل کې ژوند کوي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.