Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پکتیکا خلک د مخابراتي شبکو محدود فعالیت له ستونزو سره مخ کړي

ښرنه (پژواک، ٤ لېندۍ ٩٨): د پکتيکا يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دغه ولايت په نهو ولسواليو کې مخابراتي شبکې فعاليت نه لري چې له امله يې دوى له ستونزو سره مخ دي.

په دغو ولسواليو کې ګيان، نکه، زېړوک، ګومل، اومنه، وازېخوا، تروې، وړممۍ او خوشامند شاملې دي.

په دې اړه د پکتيکا د تروې ولسوالۍ اوسېدونکي محمد صادق د لېندۍ په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څو کلونو راهيسې په دې ولسوالۍ کې د نا امنيو له امله مخابراتي شبکې فعاليت نه کوي.

هغه وايي: ((په ٢١ قرن کې ژوند کوو خو تر اوسه مخابراتي اسانتياوو ته لاسرسى نه لرو.))

د نوموړي په وينا، په نورو سيمو کې ټول خلک خپل سوداګريز کاروبار او نور اړوند کارونه د موبايل له لارې ترسره کوي خو د پکتيکا د ډېرو سيمو اوسېدونکي له دې اسانتياوو بې برخې دي.

دغه راز د ګومل ولسوالۍ اوسېدونکي نورالله پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې مخابراتي شبکې فعاليت نه لري.

ده زياته کړه: ((دا يو لوى مشکل دى، په شپه کې خلکو ته مريض پيدا کېږي، بله خبره کېږي خو ټيلېفونونه کار نه کوي، دا ډېر لوى مشکل دى.))

په ورته وخت کې د مرکز ښرنې اوسېدونکي ګل محمد پژواک ته وويل چې د دغه ولايت په نيمايي ولسواليو کې مخابراتي شبکې فعاليت نه کوي.

ده وويل: ((زموږ دوستان په ولسواليو کې دي، څو چې موږ ورنه شو يا هغوی را نه شي، يو د بل له احواله نه خبرېږو.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې حکومت بايد د دوى دغه مشکل حل کړي.

همدارنګه د پکتيکا د ولايتي شورا غړي عزيز عزيز هم پژواک ته وويل چې په ډېرو ولسواليو کې مخابراتي شبکې فعاليت نه لري.

هغه وايي: ((موږ د دغو ولسواليو د خلکو له ستونزو هم نه يو خبر، دوى موږ ته همېشه په دې اړه شکايتونه کړي، موږ يې شکايتونه له مسوولينو سره شريک کړي خو تر اوسه دغه مشکل نه دى حل شوى.))

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.